د ښه خدمتونو ترسره کول؛ سکتوري ادارې د هلمند ټولو ولسواليو ته سفرونه کوي

د ښه خدمتونو ترسره کول؛ سکتوري ادارې د هلمند ټولو ولسواليو ته سفرونه کوي

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان اداري غونډه کې د جمهور رئيس په لارښوونه سپارښتنه وکړه، چې ټولې سکتوري ادارې د پلان مطابق په ولسواليو او سيمو کې د ستونزو هواريدو او معياري خدماتو وړاندې کولو په پار ولسواليو ته سفرونه وکړي، هلته دې د ولس ستونزې او اړتياوې له نېږدې واوري، له مخې دې يې انکشافي او نور پلانونه جوړ او اقدامات ترسره کړي.

غونډه کې هلمند والي وويل:

«په مشارکتي توګه دې بې وزلو او بې سرپرسته مېرمنو ته کاري زمينه برابره او هم دې په ازمايښتي توګه د ښاروالۍ په تنظيف کارکونکو کې ونيول شي.»

ښاغلي ياسين د يوې کمېټې جوړولو لارښوونه وکړه، چې د بې وزلو او بې سرپرسه ميرمنو لپاره دې د کار موندنې او پر ځان بسياينې لپاره يوه طرحه جوړه شي. هغه دغه راز په ښار کې د سوالګرو مېرمنو د تثبيت او څرنګوالي لپاره هم يوه بېله کمېټه وګومارله، ترڅو دغه سوالګرې مېرمنې او ماشومانو هويت تثبيت او هم يې د مجبوريت عوامل په ګوته کړل شي.

غونډه کې د دولتي ادارو له لوري ښاروالۍ د صفايي ټکس د پورونو پرې کولو ټينګار وشو او هم لارښوونه وشوه، چې ټول هغه کسان چې د صفايي ټکس پورونه نه پرې کوي، ورته دې ټاکلی وخت ورکړل شي، که بيا هم اقدام ونکړي، نو له نورو قانوني لارو دې ګټه واخيستل شي.

د برېښنا رياست د عوايدو او خدماتو پر شفافيت سربېره هلمند والي لارښوونه وکړه، چې د ګډو ادارو يو پلاوی دې د برېښنا رياست عوايد، لګښتونه او خدمات په کره توګه و ارزوي او وڅيړي.

د بست تصدۍ د ۳۰۰ ميليونه افغانيو ژمنه شويو پيسو په باب هلمند والي سکتوري خدمتونو، اقتصاد او بست تصدۍ ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په ګډه يو وړانديز جوړ ترڅو له ماليې وزارت او جمهوري رياست سره تعقيب کړل شي.

« غونډه کې د سوداګرو لپاره د پانګونې په موخه د صنعتي پارک لپاره د ځمکې او نورو مراحلو تثبيت او عملي اقداماتو په برخه کې هلمند والي د ښاروالۍ، د ځمکو چارو، د سوداګرو ټولنې او د تجارت او صنايع آمريت څخه د يوې ګډې کمېټې ټاکلو لارښوونه وکړه، ترڅو د سوداګرو لپاره د پانګونې زمينې مساعدولو لپاره ځمکه تعين او خپله طرحه وړاندي کړي.»

غونډه کې د غصب پر وړاندي جدي مبارزې او د غصب شويو ځمکو د ليستونو شريکولو سربېره ټولو ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې ولسواليو ته سفرونه وکړي او هلته د ولسونو ستونزو او غوښتنې له نېږدې واوري او بيا يې په اړه اقدامات وکړي.

دغه راز پدې غونډه کې د دولتي کارکوونکو د شتمنيو ثبت، د ملي تدارکاتو کمېټې ولايتي څانګې جوړولو، د ټولو ادارو د شپږ مياشتنيو پلانونو شريکولو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون له لوري ادارو ته د کانکور ازموينې له مخې د ريزرف کسانو معرفي کولو او د يو شمېر نورو اداري مسايلو په باب مفصلې خبرې او د اقداماتو ترسره کېدو ټينګار وشو.



t