د ټرمپ شپنی ټويټ؛ يو څوک بايد اوباما راويښ کړي! عزت الله ذکي

د ټرمپ شپنی ټويټ؛ يو څوک بايد اوباما راويښ کړي! عزت الله ذکي

ژباړه: عزت الله ذکي

د رواني جون مياشتي پر ۱۲مه د شپې ناوخته د آمريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټويټرپاڼه باندي د آمريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دولت پرضد ټويټ نشر کړ، چي پکي د اوباما پر دولت او ټاکنيز بهير سخت انتقاد سوی و.

په دغه ټويټ کي ويل سوي وه: يو څوک بايد اوباما راويښ کړي، ځکه د اوباما دولت د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين او خپل سيال ټيم ته د ماتي ورکولو پرمهال د جاسوسۍ په چارو کي له فډرالي ادارې څخه استفاده کوله. منظور مي دادی، چي که دا زما لپاره اصلي موضوع وي، نو ددې موضوع ټول جزيات به افشا سي.

ټرمپ په دغه ټويټ کي د آمريکا په ټاکنو د روسيې د لاسوهني موضوع ته هم اشاره کړې، چي د ټاکنيز بهير پرمهال د ډيموکراټانو لخوا تعقيبېدل.

دغه ټويټ چي د شپې پر ۱۲:۲۸ دقيقې خپور سوی، پکي د فاکس نيوز سره د تاکر کارلسون خبرو ته اشاره سوې، چي هغه ويلي، ټرمپ به دغه قضيه په بشپړ ډول وڅېړي.


امريکا اوباما سيمه او نړۍ ټرمپ
t