د مکسيکو ولسمشر د غيرقانوني کډوالو سره د مبارزې لپاره خپله آلوتکه پلوري

د مکسيکو ولسمشر د غيرقانوني کډوالو سره د مبارزې لپاره خپله آلوتکه پلوري

ژباړه: عزت الله ذکي

د مکسيکو ولسمشر آندرس مانويل ويلي، د خپلي شخصي آلوتکي له خرڅېدو ترلاسه سوی مبلغ به د غيرقانوني کډوالو سره مبارزې ته ځانګړي کړي.

نوموړي د خپل ټاکنيز کمپاين پرمهال وعده کړې وه، چي ددغه مبلغ يو څه برخه به د مکسيکو په لېري پرتو سيمو کي بېوزلو او اړو کورنيو ته اختصاصوي.

د مکسيکو د ولسمشر دغه څرګندوني داسي مهال بيانيږي، چي مکسيکو د واشنګټن هغه تړون ته لاسرسی موندلی، چي پکي د آمريکا له لوري د مکسيکو پر وارداتي کاليو بنديزونه په ډاګه سوي دي.

هاخوا د آمريکا ولسمشر ټرمپ ويلي، مکسيکو وعده راکړې، چي دا ځل به د غيرقانوني کډوالو سره جدي مبارزه کوي.


سيمه او نړۍ غيرقانوني کډوال مکسیکو هر اړخيز او معلوماتي ولسمشر
t