نن د افسانوي هنرمند احمد ظاهر ۴۰ تلين دی

نن د افسانوي هنرمند احمد ظاهر ۴۰ تلين دی

احمد ظاهر که مړ دی خو محبوبيت يې تر ژوند زيات دی دا افغان هنرمند د خپل ورکړي

خوندور ږغ له کبله اوس هم د خلکو زړونو کې ځای لري او لا يې هم خلک سندرې اوري

احمدظاهر په ۱۳۵۸ م لمریز کال کې د سالنګ پر لویه لاره د موټر د ټکر په پېښه کې ووژل سو خو خپل هنر او ږغ لاهم دده ياد ژوندی ساتلی.

کله چې هغه په ۷۰لسيزه کې د خپلو سندرو په مټ مشهوره او تر خپلو سیالانو وړاندې سو اوس يې هم هغه مقام له لاسه نه دی ورکړي، په افغاني موسيقي کې لاهم د احمد ظاهر تشه نه ده ډکه سوې.

ډيری ځوانان او په عمر پاخه وکړي اوس هم احمد ظاهر ته غوږ وي او د هغه موسيقي اوري

 



t