يوه مشوره!

يوه مشوره!

هواوې کمپنۍ د بهترينو او ښو موبايلونو په جوړولو سره غوښتل د‌خرڅلاو او بازار له پلوه تر ۲۰۲۰ پورې تر اېپل او سمسونګ مخکې ځان لومړی نمبر ته ورسوي او دې هدف ته د رسېدلو په درشل کې وه خو ددې کمپنۍ چټک پرمختګ او ځينو نورو امنيتي سايبري ستونزی بهانه کولو د امريکا دولت له دې کمپنۍ سره راکړه ورکړه محدوده کړه او امريکايي کمپنيو: اېنټل، کوالکام، ګوګل او فيسبوک د دولت په اشاره په هواوې بنديز ولګاوه او له يو څو مياشتو وروسته د هواوې موبايل کارونکي نشي کولای ګوګل پلې سټور، يوټيوب،جیمېل او د ګوګل ځينې نور اپليکېشنونه پکې نصب او وکاروي او هم نشي کولای د فيسبوک، وټس اپ او اينسټګرام کاريالونه پکې اينسټال کړي.

که څه هم هواوې د نوي پلېټ فارم د جوړولو په وروستۍ مرحله کې لګيا دی چې د ګوګل پلې سټور ځای ناستی جوړ او خپور کړي خو لا هم د نورو اپليکیشنونو دحل لارې په اړه څه ندي ويل شوي نو زما په نظر د څه مودې لپاره ددې موبايلونو له اخيستلو ډډه وکړئ.
نوراحمد عايل


هواوې موبایل
t