محاصره سرتېرو شپږ مياشتي غنم وخوړل خو تسليم نه سول

محاصره سرتېرو شپږ مياشتي غنم وخوړل خو تسليم نه سول

نيژدې درې کاله مخکي په عملياتي قافله کي مارجې ته ولاړم. د ناوې شهيد امنيه قوماندان احمدشاه خان سالم هم راسره و. د پوځ د لېوا قوماندان او د کنډک قوماندانان هم ول. درې ورځي کېدې چي د مارجې لاره د امنيتي ځواکونو پر مخ پرانيستل سوې. د لاري په اوږدو کي جګړې سوي وې. ماينونه چاودلي ول. سړک، پلونه او پلچکونه په ماينونو الوځول سوي ول. موږ چي د مارجې ودانۍ ته ور نيژدې کېدو په کشفي مخابرو کي زموږ پر موټرونو د بريدونو نارې شروع سوې. طالبانو يو بل ته په مخابرو کي خبر ورکاوه چي عسکر راروان دي، بريدونه پر وکړئ. چغي وې. د الله اکبر نارې وې. زموږ پر کاروان له لري ډزي کېدې. دا هر څه ډېر عادي ول. سرتېري هره ورځ ورسره مخامخ ول.

د مارجې ولسوالۍ ودانۍ ته داخل سوو. پر شاوخوا د خورا درنې جګړې نښانې ښکارېدې. دفاعي برجونه په مرميو ويشتل سوي ول. ودانۍ ته داخل سوو. پر هري ودانۍ د هاوان د ګوليو او نورو مرميو داغونه پراته ول. لاندي باندي مرمۍ ترې وتلي وې. هيڅ يو ځای روغ نه و پاته. دا نو هغه وخت و چي پر دې ودانۍ يو کال سخته محاصره تېره سوې وه. امنيتي سرتېرو ټيک يو کال په داسي کلابندی تېر کړی و چي حتی د هوا له لاري هم شپږ مياشتي څه نه ول، ورته رسېدلي. د پوځ او پوليسو له سرتېرو سره مي خبري وکړې. د جګړو او بريدونو څرنګوالی مي ترې وپوښت. 

د پوځ عسکرو په ډېر وياړ کيسه کوله چي يو کال کېږي دلته پراته يوو. په دې يوه کال ياني درې سوه شپېته ورځو کي هيڅ داسي يوه شپه نه ده راغلې چي پر موږ جګړه نه وي سوې. جګړه هم داسي عادي جګړه نه وه. چي د شپې به پيل سوه تر سهاره به يې دوام کاوه. د مارجې ولسوالي ټوله سقوط وه، فقط مرکزي وداني يې پاته وه. طالبانو د دې ودانۍ د نيولو لپاره دومره پراخ عمليات او بريدونه وکړل چي د هلمند هر سړی يې له حاله خبر دی. سرتېرو په داسي حال کي خپل بېز ساتلی و چي نه يې خوراکه درلوده، نه يې د ژوند اسانتياوو ته لاسرسی درلود. 

دلته پر امنيتي سرتېرو خورا بدي ورځي تېري سوي وې. ټيک شپږ مياشتي يې له نيژدې مځکو د غنمو وږي راوړل، بيا به يې ميده کول، وروسته به يې په اوبو کي خوړل. د دې باوجود يې زخميان ورته پراته ول. شهيدان يې ورته پراته ول. د مرميو بارانونه پر اورېدل، لا هم ولاړ ول، لا هم جنګېدل. تاسي وګورئ په داسي حالت کي چي عسکر يو کال محاصره وي. لاره يې بنده وي. خوراک وڅښاک نه ورته رسېږي. دوئ له مجبوريته غنم ميده کوي، بيا يې په اوبو کي خوري، او لا هم نه تسليميږي، او لا هم خپل د عزت لباس په همداسي غرور ساتي، تر دې پورته غيرت څنګه وي؟

جګړه يې همداسي جګړه کړې وه چي دوئ به مثلا: سل کسه ول پنځه سوه کسانو به جنګ پر کاوه. له دې څرګندېږي، چي افغان عسکر داسي روحيه لري چي د نړۍ هيڅ عسکر يې نلري. په سيستم او اداره کي د مجازاتو او مکافاتو قانون نسته. که دا قانون حاکم سي، د افغانستان يو عسکر به د نړۍ د سلو عسکرو مرال واخلي. د فاسدو مشرانو فساد، چور او د عسکرو د حقوقو خوړل، ډېر بد عوامل دي چي پر روحياتو او انګېزې لګېدلي. ملګرو ووياړئ، تاسي داسي عسکر لرئ چي هيڅوک يې نلري. دا خاطره مي د تازه جريان په اړه شريکه کړه. د دې په رقم په زرګونه خاطرې سته چي زموږ د وطن عسکرو پرې ايښي دي.

يادونه: عکس د هغې ورځي او هغو سرتېرو دی

نثار احمد احمدي


مقاله، سرتیري
t