د چین ولسمشر: د ایران د ذروي مسئلې اړوند تړون ملاتړ کوو

د چین ولسمشر: د ایران د ذروي مسئلې اړوند تړون ملاتړ کوو

د چین ولسمشر شي جین پینګ وايي، چين د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون له ساتلو څخه ملاتړ کوي

نوموړي دا خبرې پرون سهار د قرغیزستان پلازمینه بېشکېک کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره په کتنه کې کړي.

ده ویلي:

«چين د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون له ساتلو څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې له ايران سره د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان په شمول په څو اړخيزو چوکاټونو کې همغږي او همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه توګه د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او څواړخيزتوب وساتي او د چين او ايران په شمول د پراخو پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي.»

د چین نړیواله راډیو وايي، شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې که نړيوال حالات هر څنګه بدل شوي خو چين هيله لري چې له ايران سره د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين او ايران بايد ستراتيژيکې تبادلې پياوړې کړي او د کليدي ګټو پورې د اړوندو مسئلو په هکله دې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي.

د شي په وینا؛ دواړه خواوې بايد همکاريزې چارې په ښه توګه تر سره کړي، له ترهګرۍ او نړيوالو جرمونو سره د مقابلې په برخو کې دې همکارۍ پياوړې کړي او د ختيځ ترکستان ترهګرې ډلې پرضد دې ګډه مبارزه وکړي.

یاده رسنس همدارزا د ایران د ولسمشر حسن روحاني له قوله وايي، ايران هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې فعال ګډون وکړي او په پراخو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ فرصتونه ومومي.

د روحاني په وینا:

«ايران د امريکا له هغه غلط عمل سره ټينګ مخالفت کوي چې په يو اړخيزه توګه د ايران د ذروي مسئلې له هراړخيز تړون څخه وتلې.»

دی وایي، ايران په نړيوالو چارو کې د چين د مثبت رول ستاينه کوي او له چين سره د تګ راتګ د پياوړتيا هيله لري.

باید وویل شي چې د قرغیزستان مرکز بشکک سږکال د شانګهای د ۱۹مې غونډې کوربه و، چې د افغانستان په شمول د غړو هیوادونو استازو او مشرانو سره ولیدل او پر بیلابیلو مسایلو یې خبرې وکړې.


نړۍ، ایران، راپور
t