په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/ یو دیرشمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/ یو دیرشمه – برخه

د ابو اسحاق ملقب په معتصم بالله تر خلافت د مخه سیاسي کشمکشونه یوازی د عربو او فارسیانو پوری محدوده وه خو د یا خلیفه په وخت کې یوه بله ډله هم سیاسي صحنی ته راغله، چې لوبه ورسره نوره هم پیچلی کړه، اوس باید عرب د فارسیانو ترڅنګ ترک سرداران هم وزغمي.
د معتصم د خلافت پیل سره په خراسان کې د محمری بغاوت پیل شو چې د ابو اسحاق ابراهیم په وسیله خاموشه شو، بیا زط(بصری لار)کې ورته پیښه وشو چې د عجیف بن عنبسه په مټ وځپل شو او دباغي(محمد بن عثمان) سر قلم شو او د خلیفه حضور ته وړاندی شو.
لدی وروسته یو لوی قیام د بابک خرمي په مشری خراسان کې وشو چې ډیر پیاوړی و خو دا بغاوت هم د یو ترک سردار افشن په مټ مات شو او بابک د خلیفه حضور ته راوړل شو چې خلیفه پخپل لاس ورڅخه پښی او لاسونه غوڅ کړل.
همدا ډول د مازیار او موصل بغاوتونه هم مات شول چې دی سره خلافت لږ د آرامی فضا محسوسه کړه، خو دا کار ډیر دوام ونکړ ځکه چې په فلسطین کې د ابو حرب مبرقع(برقعه پوشه یا چادري اغوستوونکی) بغاوت پیل شو چې ځینو مورخینو د هغه د پلویانو شمیر سل زره تنه ښودلی او دا بغاوت د راتلوونکی خلیفه واثق بالله په وخت کې وځپل شو.
خو تر ټولو جدي بغاوت د خلیفه د وراره عباس بن مامون و.
مورخین پدی اړه مفصل بحث کړی او دا د یو پلان شوي کودتا بڼه درلود چې طراح یې د زط د جګړی فاتح عجیف بن عنبسه و نوموړی چې خلیفه سره د ترک سردار(افشن) نیږدیوالی او مهم کیدل نشو زغملی عباس بن مامون( د خلیفه مامون الرشید ځوی چې پلار یې د هغه پرځای خپل ورور معتصم ته بیعت واخیست) تحریک کړ چې د خلافت مدعي شي، دوی سره یو شمیر نور عرب سرداران هم یوځای شول پریکړه یې وکړه چې د معتصم، افشن، اشناس او نورو مهمو سردارانو په لښکرو کې به د هغوی یو یو عتمادي کس پیدا کوو او په یوځای به د هغوی پر وژلو اقدام کوو، دا چاره هم ښه ترسره شوه کسان هم و ګمارل شول، فقط خبره یو امر ته پاتی وه کوم امر چې د مناسب وخت په تمه هیڅکله صادر نشو، تردی چې مسله افشا شوه او کودتا چیان وځپل شول .(د کودتا په اړه مفصله کیسه طبری تاریخ نقل کړی ۱۳ جلد کې)
د عباس بن مامون برخلیک په اړه دوه روایته موجود دي یو وایی چې نقد او جنس ملکیتونه یې ضبط شول او نوموړی زندان ته واچول شو.
بل روایت وایی چې نوموړی ترک سردار افشن ته وسپارل شو او هغه ښه ډیره مالګینه خوړه ورکړه خو اوبه یې پری بندی کې ترهغی چې ومړ.
وروستی بغاوت خپله د خلیفه مهم ملاتړی ترک سردار افشن و ځکه یو وخت خلیفه پوه شو چې د ټولو جرړو مور افشن دی نو هغه یې ونیوه او پخپلو لاسونو دننه زندان کې ووژلو.
ندوي لیکي د معتصم پرتشنجه دور او بیا ناروغي نوموړي ته ډیر فرصت ورنکړ چې خپل ولیعهد وټاکې ځکه خو د هغه له مړینی یوه ورځ وروسته د هغه ځوی هارون ملقب په واثق بالله چې د رومي(ترک) وینځی قراطیس له بطن نه پیدا شوی و په ۲۲۷ هجري کې خلیفه شو، چې د بیعت چاری یې د د خراسان د محمره قیام ځپوونکی ابو اسحاق ابراهیم په وسیله ترسره شو.

یادونه: پورته انځور جومات کې د جمعې ورځی واعظ د عباسي خلافت دوره

لیکنه: استاد اکبر شیر



خلافت، اسلام، شیر
t