ننګرهار: د نږدې ۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

ننګرهار: د نږدې ۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا په حضرت صیب سیمه کې د یو شتمن کس زلمي اغا مجددي له لورې په څلور نیمې بسوې سیمه کې د دوه میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په مالي لګښت یو مرکزي جومات،چې ټول ضروري ملحقات لري، د اته میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار د مطبوعاتو دفتر لیکي؛ د یاد جومات د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني د زلمي اغا څخه مننه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې په ټولو تجهیزاتو بشپړ جومات جوړ کړ او له نورو شتمنو کسانو څخه یې هم وغوښتل،چې په یاده ولسوالۍ کې ورته او نورې خیریه چارې ترسره کړي .

څو ورځې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې د یوې خیریه مؤسسې له لورې یوې بې وزله کورنۍ ته د کور جوړولو چارې هم پیل شوې وې.



ننګرهار، جومات رغیدل
t