د پولیسو عملیات؛ مختلفو ولایتونو کې ۱۱ تنه په مختلفو تورونو نیول شوي

د پولیسو عملیات؛ مختلفو ولایتونو کې ۱۱ تنه په مختلفو تورونو نیول شوي

کورنیو چارو وزارت په کابل، هرات او پکتیا ولایتونو کې په مختلفو تورونو د ګڼو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسله والو غلاو “موبایل غلاو”په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار له شپږمې، اومې او اتلسمې حوزو او د کلکان ولسوالۍ له اړوند سیمو نیولي او همداراز له وسله والو غلو څخه دوه میله وسلې، یو عراده موټر سایکل او یو شمېر نور غلا شوي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دوی له منځه درې وسله وال غله د پولیسو سره نښتي او پر پولیسو یې ډزې کړې، چې د شپږمې حوزې د پولیسو له خوا ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اومې حوزې اړوند په چهلستون سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
له یاد کس څخه څېړنې روانې دي.
وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هرات ولایت د څوارلسمې حوزې منسوبینو یو کس د یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو نیولی او موټرسایکل یې بېرته څښتن سپارلی دی.
سرچینه زیاتوي: همداراز پولیسو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ له توبریان کلي دوه غیرمسووله وسله وال له یو میل وسلې سره نیولي دي.
په ورته مهال یاد شوی وزارت وایي د د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د مرکز اړوند په بالا ده سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو وسله وال طالب نیولی دی.
له یاد کس څخه یو زیات شمېر وسلې، ریموټ کنټرول ماینونه او مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.



t