په سوډان کي پرخلکو ظلم؛ حانیا خلک د حکومت پر ضد اواز اوچتولو ته بللي دي

په سوډان کي پرخلکو ظلم؛ حانیا خلک د حکومت پر ضد اواز اوچتولو ته بللي دي

د پاکستان د ټلویزون او فلم ستورې حانیا امیر د سوډان پر خلکو د هغه هیواد د حکومت له لوری تشدد غندلی او د خلکو څخه یي غوښتنه کړی ده، چي د سوډان د خلکو د حق غوښتني له پاره خپل غږ اوچت کړي. دا په داسي حال کي چي له نوموړې مخکي د پاکستان بلي سېنمايي ستورې ماهره خان هم د همدې موضوع په اړه سخت غبرګون ښودلي و.

حانیا امیر لیکی: (( په سوډان کي ډلیز وژنه روانه ده! خلک ډبول کېږي، ډلیز جنسي تېری او وژل کېږي، پر یو ماشوم په مسجد کي ډلیز جنسي تېری وسو، ۵۲ خلک ووژل سول او ۷۰۰ نور ژوبل سول. په لسګونه جسدونه د نیل رود ته وغورځول سول، پوځ پر انټرنیټ او رسنیو بندیز ولګول، هیڅ څوک نه پوهېږي چی هلته څه روان دي او هغوي او خلک هم د کومک لپاره د هیچا څخه د مرستي غوښتنه نه سي کولای.))

نوموړې زیاته کړي: (( دا فکر مه کوي چي دا زموږ خلک نه دي نو زموږ یي څه، موږ ټول انسانان یو، هیڅ څوک نه پوهېږي بد وخت کله راځي، خپل اواز پر فیسبوک، یوټیوب، ټیک ټاک، سنپ چاټ او ټویټر باندي پورته کړي څومره چي کولای سي.))

دا غبرګونونه داسی مهال راپورته کېږي چي په پاکستان کي پر پښتنو باندي ظلم روان دی. وژل کېږي، بندیان کېږي او ورک کېږي، خو همدغو سېنمايي ستورو هیڅکله په دي اړوند  د پاکستان پر ریاست او پوځ نیوکي ونه کړي او نه يي دا جنایت وغنده.



سوډان فلمي نړۍ
t