نن ماښام افغان ۲۰ کلن فوټسال ټیم د هانکانګ سره لوبیږي

نن ماښام افغان ۲۰ کلن فوټسال ټیم د هانکانګ سره لوبیږي

د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنه ملي لوبډله د ۲۰ کلنو ترمنځ په آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه نن ماښام ۷:۳۰ بجې د هانکانګ ۲۰ کلني فوټسال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چاوراکي وايي، چي افغان لوبډله په دې سیالیو کي خپله دوهمه لوبه سبا یکشنبه د کوربه ایران په وړاندي ترسره کوي.

د دوی په خبره، چي افغان لوبډلي د فوټسال دې ټورنمنټ ته پوره چمتوالی نیولی.

د ۲۰ کلنو ترمنځ د فوټسال دا آسیايي لوبي د ۱۲ هیوادونو ترمنځ په ایران کي پيل سوي.

دا لومړی ځل دی، چي افغانستان دې سیالیو ته لاره پيداکړې.

افغانستان ۲۰ کلن فوټسال ملي ټیم تر دې مخکي په یوه دوستانه لوبه کي تیره اونۍ جاپان ۲۰ کلني فوټسال ملي لوبډلي ته ۴ ګولونه پر ۳ ماته ورکړه.

صابر حمیدي


ورزش، افغان فوټسال ټیم
t