د مور نړيوال ورځ؛ يو شمېر ولايتونو کې ورته غونډې وشوې

د مور نړيوال ورځ؛ يو شمېر ولايتونو کې ورته غونډې وشوې

د مور نړيواله ورځ د هېواد په لر او بر کې د رسمي غونډو او ټولنيزو شبکو له لارې ونمانځل شوه.

ډېری هغه کسان چې د مور له نعمت بې برخې وو، د مور د ورځې په مناسبت يې د مور د نشتون په خاطر، خاطرې او د خواشينۍ پېغامونه هم شريک کړل.

هلمند ولايت کې د مور نړيوالې ورځې ته رسمي غونډه نيول شوې وه چې پکې د مور په اړه ارزښتناکې خبرې وشوې.

په دې لمانځغونډه کې هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او ټاکنو کمېسيون استازو، د يو شمېر ښوونځيو استادانو او لسګونه ميرمنو ګډون درلود.

د ښځو چارو رييسې وجيهې رسولي په خپلو خبرو کې په ټولنه کې د مور پر اهميت خبرې وکړې او هم يې د ښځو چارو وزارت وزيرې پيغام ولوست، چې پکې يې د ميرمنو وضعيت، د ښځو اړوند پروژو او نورو چارو په هکله خبرې کړې وې.

هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د خپلو خبرو په ترڅ کې د مور او په ټوله کې د ښځو په اړه د اسلام په رڼا کې خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې مور د اولاد روزلو، د شخصيت په جوړولو او په ټوله کې د ټولنې جوړولو برخو کې اغېزلروونکی رول لري.

«هغه زياته کړه، مور د ماشوم لپاره تر ټولو غوره او اساسي ښوونځی دی، چې په خپلو پراخو تکليفونو او تندکونو سره سالم اولاد د ټولنې لپاره روزي.»

جنرال ياسين خان د ښځو ستونزو ته پر رسېدګۍ ټينګار وکړ او وې ويل، چې ديني عالمان، ولسي مخور او متنفذين باید د کورني تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې همکاري وکړي او د عامه پوهاوي له لارې خلګ پوه کړي.

نوموړي په ټاکنو کې د ښځو ونډه اغېزلروونکې وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې د هلمند مېرمنې دې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره په ټاکنو ونډه واخلي او خپل استازي دې وټاکي.

هلمند والي وويل:

«موږ په تېر کال کې د توحيد موسسې په همکارۍ ۲۰۰ کورنيو ته چې ډېرې کونډې او بې وزلې ميرمنې وې د خودکفایی لپاره يو درې مياشتنی حرفوي کورس په لاره اچولی وو، چې پدې کال کې هم پر مرکز سربېره نهرسراج، ناوې او نادعلي ولسواليو کې ورته يو پروګرام ترلاس لاندې شته، چې ډېر ژر به پېل شي.»

د مور او ماشوم روغتون د تجهيز او تشکيلاتي ګومارنې، د کرنې او مالدارۍ، معارف ، کاري بهير او نورو برخو کې هلمند والي پدې ولايت کې ترسره شوي او تر لاس لاندې پروګرامونو وويل، چې له مخې يې د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کېږي.

د حج اوقاف رئيس حافط محمد دواد مدقیق هم د اسلام مبارک دين له مخې د مور او ښځو رول ته اشاره وکړه، چې په خبره يې د قران الکريم او احادثو له مخې ښځې او مور ته لوی ارزښت او مقام ورکول شوی.

د ښځو په چارو کې د ولايت مقام مشاورې قمرنيازي هم په خپلو خبرو کې د مور پر اهميت، د ټولنې په اصلاح او د سولې په پروسه کې مهمې وبللې.

د غونډې په وروستيو کې د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خا له لوري ګډون کوونکو ميندو ته ډالۍ، د شهيدانو ميندو او غوره مېرمنو ته ستاينليکونه هم ورکړل.



t