هغه ماشوم چې هند يې نوميالی کړ

هغه ماشوم چې هند يې نوميالی کړ

کله کله نړۍ کې ځينې داسې کسان پيدا شي چې خارق العاده کارونه يې نړۍ حيرانه کړي.

د هند فضايي پروګرام چې بريالی او نوميالی دی تر شا يې د يو ماشوم کيسه پرته ده، هغه ماشوم چې هند يې نوميالی کړ.

ډاکټر مايسلوامي انادورای په پيل کې فضايي زده کړې هم نه وې کړې.

ډاکټر انادورای لومړي درې کاله د تامل ناډو ایالت په کوډاواډي نومي کلي کې تر ونې لاندې پر چوتره یا د غواوو او نورو څارویو لپاره په چمتو شویو څپرونو یا غوجلو کې زده کړې کړې.

هغه رسنيو ته ويلي دي، زده کړې يې په ډېرو سختو حالاتو کې کړي دي، په داسې حال کې چې د کښېناستو ځای به يې له خوشايه ډک وو او دوی به پاکول.

دی وايي:

”یوه ورځ مې له راډیو واوریدل چې حکومت کلیوالو زده کونکو ته د زده کړو لپاره ځینې بورسونه اعلان کړي، غوښتنلیک مې واستاوه او د یوه نژدې ښارګوټي په ښوونځي کې د زده کړو لپاره ومنل شوم. ”

هغه په خپله سيمه کې له ښوونځي لومړۍ مقام ترلاسه کړ چې په دې سره يې مالي مرسته هم وموندله.

انجینرۍ پوهنځي ته د انادورای له رسېدو مخکې ۱۹۷۵ کال کې هند د روسیانو په مرسته د (اریابهاټا) په نامه خپل لومړنی سټیلایټ توغولی و.

څلور کاله وروسته د هند یو خپل راکټ چې د سټیلایټ لېږد لپاره چمتو شوی و، ناکام شو. له دې څه موده وروسته ۱۹۸۰ کال کې انادورای د هند فضايي څېړنو پروګرام (ای ایس ار او) غړیتوب تر لاسه کړ.

هغه رسنيو ته ويلي، موږ به هره ورځ کار کاوه او هرو څلورو کلونو کې به مو يو سټلايټ توغاوه.

هغه لومړنی سټیلایټ چې دی یې په چمتو کولو کې شامل و، له ځمکې ۴۰۰ کیلومتره لېرې مدار ته استولو ته چمتو شوی و، خو دا تجربه هم ناکامه شوه او سټیلایټ په بنګال خلیج کې وغورځېد.

خو له دې هڅو سره سره هغه بيا هم پروګرام کې شامل پاتې شو.

د ۲۰۰۸ کال اکتوبر میاشتې اتمه نېټه وه، د پشکال یوه داسې ورځ چې اسمان له وریځو ډک و، د چاندریان -۱ په نامه د هند فضايي ګاډي د سپوږمۍ پر غولي د هند بېرغ ورپاوه او هلته یې د اوبو شتون تائید کړ.

هندي رسنیو دغه ورځ لمانځله، خو ځینو پر دغه پرواګرام د لګول شویو پریمانه پیسو په اړه پوښتنې او نیوکې هم کولې.



ساينس او ټکنالوژي هر اړخيز او معلوماتي
t