په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/دوه دیرشمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/دوه دیرشمه – برخه

واثق بالله ته تر ټولو غټی مسلی په میراث پاتی وي یو د ابوحرب مبرقع چې بغاوت چې وځپل شو، دا بغاوت د مخکني خلیفه په وخت کې زور آخیستی و.
او بل د خلق قران مسله وه، ريښه یې یو څه پخوانيتوب لرل چې د مسلمانانو پر وړاندی یې د خلافت رنګه خرابه کړی وه، د دی مسله ستره مذهبي تراژیدي د امام احمد حنبل بندي کول او ځورول وه.
چې تفصیل یې مورخینو بیان کړی خو زموږ د بحث موضوع ندی.
د پورتنیو فتنو ترڅنګ ځینی نور سرخوږی هم وی چې وځپل شول لکه د قیسیه فتنه چې د رجاء بن ایوب فرازي په وسیله وځپل شوه، حجاز کې د بنوسلیم فتنه چې د حماد بن جریر په لاس وځپل شو او د زرو نه زیات کسان بندیان شول، یمامه کې د بنونمیر بغاوت چې په شدت وځپل شول او مشران یې ونیول شول، ربیعه کې د خوارجو بغاوت چې د مسلم بن ابی غانم په وسیله په پوره شدت وځبل شو.
طبیعي ده چې دومره پراخ جنجالونه نه خلیفه ته وخت ورنکړ چې خپل ځای ناستی وټاکي او نه هم کوم بالغ اولاد یې درلود چې ولیعهد شي نو نوموړی هم د معتصم په څیر بی ولیعهده د خپل ناروغی له کبله ومړ.
طبري په خپل تاریخ کې متوکل ته د واک انتقال په اړه پوره جزئیات بیان کړي چې نیږدی دوه نیم مخه کیږي.
هغه لیکي:
ډیرو راویانو ما ته ویلي، کله چې واثق بالله ومړ، احمد بن ابی داود، ابتاخ، وصیف، عمر بن فرج، ابن زیات، احمد بن خالد او ابو الوزیر د خلیفه کور کې سره راټول شول او د هغه کوچنی ځوی محمد بن واثق سره چې لا ږیره یې نه وه راغلی بیعت وکړي.
خو کله چې د خلافت جامی او خوله یې ور په سرکړ، ویې لیدل چې ونه یې ډیره ټیټه ده، نو وصیف وویل:
تاسی له خدایه نه ډاریږی، خلافت داسی چا ته سپاری چې لا لمونځ پر واجب ندی؟
لدی وروسته ټول مجلس بیا سره جرګه شول او د څو کسانو نومونه یې واخیست چې باید خلیفه شي، له دوی څخه یو یې کاله کې موجود و(جعفر متوکل) چې ترکي جامی یې په تن وی.
وایی: راغلل جعفر ته یې غږ وکړ او خبره یې ورسره شریکه وکړه، هغه ویل چې ویریږم چې واثق ژوندی نه وي؟
نو هغی نوموړی یې راوړ او د واثق جسد یې ور وښود، بیا احمد بن ابی داود هغه ته د خلافت جامی پر تن کړی او په اوچولي مچی کړو او ورته یې وویل:
ای امیرالمومنینه! سلام او د خدای رحمت او برکات دی پرتاسو وي.
له هغه وروسته یې واثق ته دفن کړو.
ابن زیات وویل چې جعفر باید په المنتصربالله ملقب شي خو دا خبره د ټولو د توافق سبب نشو او په سبا یې احمد بن ابی داود ورته د المتوکل لقب وټاکلو او د رسایلو دیوان مشر ته یې وویل چې اوس د خلیفه د بیعت مسله دی قضاتو او ادارو ته اخبار کړي.
وایی چې کله خواصو د المتوکل بیعت وکړ مازدیګر لمر لویدو پر مهال بیا عوامو هم بیعت وکړ.
د سعید صغیر نه روایت دی هغه وخت چې واثق ژوندی و متوکل ورته ویلي وو بیګاه مې خوب ولید چې له اسمانه راباندی پاڼی وریږی چې پکې المتوکل علی الله لیکل شوي ژر شه ماته یې تعبیر کړه ما ورته وویل:
چې خدای دی پر تا رحم وکړی داخبره سمه نده، وایي لدی خبری خلیفه واثق بالله خبر شو نو هغی پر جعفر سختي پیل کړو.

لیکنه: استاد اکبر شیر



اسلامي خلافت
t