پوهنې وزارت: پوځي پوستې د پوهنيز بهير د خنډ لوی لامل دی

پوهنې وزارت: پوځي پوستې د پوهنيز بهير د خنډ لوی لامل دی

د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، په بېلابېلو سيمو کې نظامي پوستې د دې لامل شوي دي چې پوهنيز بهير ټکنی کړي.

د ياد وزارت وياندې رسنيو ته ويلي دي، په ډېری ښوونځيو کې د جګړې پر مهال نظامي پوستې جوړې شوي دي، چې د زده کړو مخه پرې نيول شوې.

د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ کې تېره اوونۍ اته ښوونځي چې تازه ترې پوستې جوړې شوې وې په اړه يې ځايي خلکو غبرګونونه ښکاره کړل.

هلته لږترلږه دولس زره زده کوونکي زده کړه کوي.

د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، ښوونځيو کې او يا ښوونځيو ته نزدې د پوستو جوړول لويه او جدي ستونزه ده.

هغه وايي:

« یوازې په ښوونځیو کې یا زموږ تاسیساتو ته نږدې د امنیتي پوستو جوړېدل جدي ستونزه نه ده، بلکې په افغانستان کې حاکم جنګي وضعیت هم پر تعلیمي خدماتو سخت بد اغېز کړی دی.»

هغه وايي، پوهنې وزارت محمد اغې ولسوالۍ کې له ښوونځيو د پوستو جوړولو ستونزه يې د خبرو له لارې هواره کړې ده.

هغې ويلي دي، خلک دې د اعتراض پر مهال ښوونځي نه تړي.

هغه وايي:

« له معارف سره باید د سیاسي یا پوځي ادارې په توګه برخورد ونه شي، موږ بې طرفه یوو او د ښوونځي دروازې باید د ځان او خپلو ماشومانو پر مخ ونه تړي.»

بل پلو د لوګر د پوهنې رياست مسؤلينو هم ويلي دي، چې محمد اغې ولسوالۍ کې تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

له ښوونځيو د پوځي پوستو او يا هم په ټوله کې د جګړې پر مهال د سنګر په توګه ګټه اخيستل افغانستان کې يوه جدي ستونزه ده.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم دا موضوع جدي بللې وه او له ښکېلو غاړو يې غوښتي وو چې عامه شتمنۍ او تاسيسات دې د جګړې ډګر نه ګرځوي.



t