ښکلې فلمي ستورې کترینا؛ پروډیوسري ته مخه کوي

ښکلې فلمي ستورې کترینا؛ پروډیوسري ته مخه کوي

د هندي سېنما وتلې او ښکلې سېنمايي ستورې کترینا کیف  په یوه تازه مرکه کي ویلي دي چي تمه لري ډېر ژر د پروډکشن یو هاوس (سراي) جوړ کړي چي د نوموړی پروډکشن هاوس د پروډیوسرۍ چاري به په خپله مخه وړي او په یاد پروکشن هاوس کي به کترینا په خپله پروډیوسره یعني د فلم تولیدونکی شرکت مسئوله به اوسي.

کترینا د بالیووډ د ښکلو او نامتو سېنمايي ستورو څخه ده چي د ښایست تر څنک خاص د اداکاري مهارت یي بله ښیګنه ده، چي دا یي د فلمي نړۍ د اداکارانو په منځ  کي د خاص محبوبیت او شهرت تر لوړ پوړ رسولې ده، د نوموړي تازه فلم  (بهارت) چي د اختر په شپو او ورځو کي پر سېنماګانو خپور سو، ډېر ښه بازار درلود او یو شمیر ریکارډونه يي هم مات کړل.

کترینا شاوخوا یوه لسیزه د بالیووډ په اداکاري کي تیره کړه، د بالیووډ د خانانو ترڅنګ یي د یو شمیر نورو مشهورو فلمي څیرو سره په فلم کي کار وکړ. دا چي د نوموړې بهارت فلم ښه بازار درلود، نو نوموړي ویلي دي چي ډېر ژر به د اکشی کومار سره (سوریاوانيش) په نوم فلم کي د مرکزي هیرویني په حیث راښکاره سي. ویل کېږي په یاد فلم کي به اکشی کومار د ترهګري ضد ډلګې د مشر رول ولری او ټاکل سوي ده، چي یاد فلم به د ۲۰۲۰ م کال د اختر په شپو او ورځو کي نندارې ته وړاندې سي.

پاته دی نه وي چي د بالیووډ زیاتره مشهور سېنمايي ستوري د اداکارۍ تر څنګ د فلمونو ډایریکټري او همدارنګه د پروډیوسري چاري هم مخه وړي او هم زیات عمر لرونکي اداکارانو خپل د فلمونو د تولید شرکتونه جوړ کړي دي، او نویو ځوانو ستورو ته يي د اداکارۍ چانسونه برابر کړي دي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t