هوايي خپلو موبایلونو ته د ( انډرايډ سيستم) پرځای بل سیستم جوړ کړ

هوايي خپلو موبایلونو ته د ( انډرايډ سيستم) پرځای بل سیستم جوړ کړ

هواوې کمپنۍ د‌خپلو موبايلونو لپاره د ګوګل ( انډرايډ سيستم) پرځای د Hongmeng OSپه نامه عامل سيستم جوړ کړ . په اروپايي اتحاديه سربېره يې په نهو نورو هغو کيليدي هېوادونو کې د ځان په نامه ثبت کړ چې د دوی د توليداتو خرڅلاو پکې ډېر دی.

په هواوې کمپنۍ د امريکا له سختو بندیزونو سره اوس دا کمپنۍ غواړي هرڅومره ژر چې کېږي د‌ انډرايډ پرځای چې امريکا پرې د بندولو لپاره وخت ورکړی خپل ځاني سيستم ولري چې ټول اپليکیشنونه پکې خلاص او د کارولو وړ وي‌.

که څه هم ګوګل په هڅه کې دی چې ټرمپ له دې سرتمبګي راوګرځوي ځکه ګوګل او ډېرې امريکايي کمپنۍ په دې کار کې خپل ډېر مالي تاوان او د انډرايډ او پلې سټور د‌ هر وخت هېک کېدو وېره ويني.

نور احمد عایل



هواوې، نوی سیستم
t