سرطان په افغانستان کي د ۱۷۰۰ مېرمنو د مړیني لامل سوی

سرطان په افغانستان کي د ۱۷۰۰ مېرمنو د مړیني لامل سوی

د روغتیا وزارت اعلان کړ، چي په تېر زېږدیز کال کي درې زره ښځي په سرطان ناروغۍ اخته سوي، چي له ډلي يې نیمو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ناسم تشخیص، د درملني لوړه بیه او د سرطان د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د معیاري امکاناتو نشتوالی هغه لاملونه دي، چي ناروغان يې د مرګ تر کرښي رسولي.

 هېواد د عامي روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د برخي معین فدا محمد پیکان وايي، چي په افغانستان کي په نارينو کي د معدې، کولمو،  مغزو او ینې سرطان او په ښځو بیا د سیني سرطان زیات وي.

ویل کیږي، چي په تېر ۲۰۱۸ زدیز کال کي درې زره ښځي د سينې په سرطان اخته سوي، چي له ډلي يې ۱۷۰۰ ژوند له لاسه ورکړی.

د عامي روغتیا وزارت معین د زړه له ناروغيو وروسته سرطان د مړیني دوهم عامل یاد کړ او په وینا يې په نړۍ کي تېر کال ۱۸ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته وه.

په داسي حالي کي ده، چي په افغانستان کي د سرطاني ناروغيو د درملني او تشخیص اساسي مرکزونه نسته.



t