د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مهمې خبرې او موافقې وشوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مهمې خبرې او موافقې وشوې

د مالیې وزارت سرپرست او د زیرنباء په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد همایون قیومي چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی، نن یې د ترکمنستان د ولسمشر لومړي او یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره هرات کې ولیدل.

د مالیې وزارت وايي، په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د ریل پټلۍ خپلواکې ادارې رئیس، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هرات والي، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر، د یاد هیواد د نساجۍ وزارت مرستیال، د ترکمن ګاز دولتي کنسرن مرستیال، د ټاپي نل لیکې د کمپاین رئیس، د دواړو هیوادونو سفیرانو او د یو شمېر اړوندو وزارتونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لیږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسب قیمت د ترکمنستان د ګازو په پیرلو، د اقینې – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لیږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کیلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي لیږدولو په تمدید، ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ په جوړیدو په اړه خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي؛ دوی همداراز د دواړو هیوادونو تر منځ په ترانزیټي او ترانسپورټي همکاریو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتي او وارداتي توکو په لیږدولو، د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا نښلول، د ریل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هیوادو په ګډو همکاریو، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور په دوه اړخیزو همکاریو، له ترکمنستان هیواد څخه د ملي اردو لپاره د البسو په پیرلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې هم بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړیدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو دوه هوکړه لیکونه د مالیې وزارت د سرپرست په شتون کې لاسلیک شول.

د افغانستان او ترکمنستان اړیکې

ترکمنستان د افغانستان په شمال کې مهم ګاونډي هیواد دی چې اوس هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې همکاري لري.

په ۱۳۹۷هـ کې د افغانستان او ترکمنستان د ستراتیژیک ګډون معاهده لاسلیک هم شوې ده.

دغه لاسلیلک شوې ستراتیژیکه معاهده ۱۷ مادې لري او د بهرني سیاست، امنیتي، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، انرژۍ، حمل او نقل، چاپیریال ساتنې، له جرمونو سره د مبارزې، علومو، ټکنالوژۍ او فرهنګ، د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو او حقوقي برخې په کې شاملې دي.

ترکمنستان د منځنۍ اسیا له هیوادونو یو هغه دی چې د شوروي اتحاد له ويشل کېدو وروسته د خپلواکۍ په اعلانولو سره په سیمه کې د بې پرې سیاست اعلان وکړ او ورسره یې د سیمې د هیوادونو ترمنځ اړیکو ته د امنیتي او نورو مسایلو پر ځای اقتصادي لید مطرح کړ.

د ترکمنستان له دې اعلان وروسته افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه و چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې له ترکمنستان ملاتړ اعلان کړ او همدا ډول ترکمنستان هم دهغه وخت د مجاهدینو له ریژيم او بیا د طالبانو سره هم خپلو اړیکو ته دوام ورکړ.

ترکمنسان له افغانستان سره د ټاپې پروژې له امله هم مهمې اقتصادي اړیکې لرلی شي، ځکه ترکمنستان په خپل اقتصادي سیاست کې جنوبي اسیا دخپلو اقتصادي برنامو له پاره مهمه برخه ګرځولې ده.


افغانستان او ترکمنستان
t