لغمان: د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

لغمان: د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په لغمان کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د ټولنې د سلګونه وګړو په شتون کې ولمانځل شوه.
د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې مشر پاینده محمد سهاک په خپلو خبرو کې ددغې ورځې د لمانځنې په پار له هر اړخیزو خبرو سربېره د خپلو کړنو ګزارش د ولایت له رهبرۍ او د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ.
نوموړي د مهترلام ښار او په ټوله کې د لغمان ولایت له اوسیدونکو یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د پاک او صفا چاپیریال په ساتنه کې دې خپل اسلامي او ملي مسوولیت ادا کړي.
پاینده محمد سهاک دغه راز ژمنه وکړه چې د پاک چاپیریال د ساتلو لپاره به له نورو اړوندو اداراتو سره په شریکه خپلو کړنو ته لا ادامه ورکړي.
ورپسې د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار وویل که په دغې برخه کې د ټولنې هر وګړی خپل مسوولیت ادا کړي، نو باور دی چې د یوه پاک چاپیریال درلودونکي به اوسو.
نوموړي همدارنګه یو شمېر ادارتو او رسنیو له مسوولینو هم غوښتنه وکړه چې د بېلا بېلو لارو او علمي سیمنارونو پرمټ دې د ژوند چاپیریال د ساتنې په موخه خپلې هڅې ګړندۍ او خلک دې د ژوند له چاپیریال څخه خبر کړي.




t