لومړۍ مېرمن: د سوله ییزې راتلونکې لپاره د ځوانانو هڅې د ستایلو وړ دي

لومړۍ مېرمن: د سوله ییزې راتلونکې لپاره د ځوانانو هڅې د ستایلو وړ دي

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا(بي بي ګل) غني؛ د هېواد د ښې او سوله ییزې راتلوونکې لپاره د ځوانانو د هلو ځلو ستاینه وکړه.
د هېواد لومړۍ مېرمن په هغه ناسته کې چې د “سولې خبرې اترې” تر سرلیک لاندې د روشنا ټولنیز بنسټ په نوښت، د ځوانانو له لوري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ سوله د بشر اړتیا وبلله او ټينګار یې وکړ هر څوک حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.
لومړۍ میرمن وویل: نه یوازې ځوانان بلکې اړتیا ده چې ټول افغانان د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي. هغې دې ته په ټينګار سره چې افغانستان نور تېر دور ته نه ورګرځي زیاته کړه، موږ سوله په هر قېمت نه غواړو.
لومړۍ مېرمن وویل: ولسواک نظام، اساسي قانون او د هېواد لاسته راوړنې باید وساتل شي.

پدې غونډه کې د سولې عالي شورا مرستیال، عطا ‌الرحمن سلیم وویل، دولت په ځانګړې توګه د سولې عالي شورا له قید او شرط پرته له وسله والو مخالفینو سره خبرو ته چمتو ده.

هغه زیاته کړه د سولې د پروسې په اړه هیلې زیاتې شوې او د سولې عالي شورا یې د یو فرصت په توګه هرکلی کوي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال، ایوب اصیل، تلپاتې سولې ته رسېدل د بشري ټولنو په ځانګړي توګه د افغانستان اصلي غوښتنه وبلله؛ خو ټينګار یې وکړ چې هېڅ ډول سوله به د بشري حقونو له رعایت پرته ټینګه نه شي او هغه سوله چې په عدالت ولاړه نه وي، دوام یې ناشونی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، محمد اجمل شاه پور، په ټولنه کې د ځوانانو پراخ شتون ته په پاملرنې سره د سولې په بهیر کې د هغوی رول مهم وباله او هیله یې وښوده چې دا ډول ناستې ټول هېواد ته وغځېږي.

هغه وویل با تدبیره سوله هغه ده چې د اتلسو کلونو لاسته راوړنې، د رسنیو او بیان آزادۍ ته پکې درناوی وشي.

د سولې او روغې جوړې په درې ورځینو خبرو اترو کې څه باندې ۳۰۰ ځوانانو ګډون کړی و او په پنځو کمېټو کې چې د ښځو او ماشومانو د ټولنیزو حقونو ساتنې، د ملي یووالي او سپورټ، د چاپیریال ساتنې برخه کې د سولې د رول، د آرامتیا او پوهې، د سولې په ټینګېدو کې د هنر او رسنیو کمېټو اړوند یې بحث او د نظر تبادله وکړه او په آخر کې یې پریکړه لیک صادر کړ.

ځوانانو د سولې خبرې اترې تر سرلیک لاندې جوړه شوې ناسته کې ۲۱ ماده ییز پرېکړه لیک صادر کړ چې د سولې په بهیر کې یې د ښځو په ونډې، د اساسي قانون په رڼا کې د ښځو د حقونو ساتنه، او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون ملاتړ وکړ.

دغه راز ځوانانو په دې پرېکړه لیک کې د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو ساتنې ته په ټينګار سره وویل، چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ او د افغانانو په کور کې تر سره شي.



t