ارګ ته د هلمند د ځوانانو پر سپارل شوي نوملړ نيوکې؛ والي له ځوانانو د يووالي غوښتنه وکړه

ارګ ته د هلمند د ځوانانو پر سپارل شوي نوملړ نيوکې؛ والي له ځوانانو د يووالي غوښتنه وکړه

په دې غونډه کي ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و، چي د ځوانانو اړوند نورو ستونزو ترڅنګ يې په دې ولایت کي د ځوانانو لپاره د یوه کلن پلان د جوړیدو او په پلي کېدو کي د ولایتي اداري د همکارئ غوښتنه او په دې ورستیو کي جمهوري ریاست ته د یوې شورا له لوري د هلمندي ځوانانوپه استازیتوب د یوه لیست استولو ستونزه یاده کړه چي د ګڼو ځوانانو له غبرګون سره مخ شوې.

د هلمند مدني ټولنې مرستيال اسدالله پتمن، د پوهنتون استاد نظير احمد رښتيني او يو شمېر نورو ځوانانو د لوی کندهار په نوم ارګ ته د هلمنديو ځوانانو په استازولۍ د دندو لپاره پر ورکړل شوي ليست نيوکه وکړه او وې ويل، چې پدې برخه کې سليقوي چلند شوی او پکې د هلمندي ځوانانو واقعي حقونه نه دي مراعت شوي.

په دغه غونډه کې د ځوانانو د انسجام چارو کې د ولايت مقام مسول لعل محمد صفاء د ولايتي ادارې له لوري يو کلن پلان وړاندې کړ، چې په پلي کېدو سره يې ځوانانو ته د زده کړي په برخه کي زمینه برابره شي او همداراز به ځوانان لاهم یووالي ته وهڅول شي.

په دغه پلان او طرحه کي د ګڼو نورو فعالیتونو ترڅنګ ځوانانو ته د شورا جوړېدل، په ولسوالیو کي د ځوانانو منسجم والی ، علمي سیمینارونه ، یو شمېر علمي سفرونه او په ټولیز ډول د ځوانانو ستونزو ته په حل کي بیلابیلي لاري ښودل شوې وې.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د ځوانانو په دې جوړه شوې غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: هر هلمندی ځوان که په ولایت او یا هم مرکز کي دنده تر لاسه کوي او په مهمو موقفونو کي پر دنده بوخت کیږي دا د ټول هلمند ویاړ دی او باید ملاتړ يې وشي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: ورستی لیست چي اوس ټولنیزو رسنيو کي کښته پورته کیږي او دا چي څومره دقیق دی ولایتي اداره پرې نده خبره او نه هم دغه ډول یو لیست په جوړېدو کي د ولایتي ادارې سره مشوره شوې. خو د لوی کندهار د شورا له لوري ورکړل شوي، ليست کې چې هر هلمندی ځوان کدر معرفي شوی وي، ټولو ته پکار ده چې ملاتړ يې وکړي.

هلمند والي وويل: کومي شوراګاني چي د ځوانانو په برخو کي فعالیتونه کوي باید هر ډول فعالیت د ځوانانو سره په مشورو مخې ته یوسې ترڅو دغه ډول ستونزي راپورته نه شي او ځوانان دا فکر ونه کړي چي یو شمېر کسان ددوی په نوم امتیاز اخلي.

ښاغلي ياسين څرګنده کړه، چې ولایتي اداره په یو ډول ځوانانو ته کار کوي او کومه طرحه چي ترتیب شوې، ورسره موافق دی او په پلي کولو کي به يې بشپړه همکاري وکړي.

جنرال ياسين پر ځوانانو د يووالي ټينګار وکړ او ترې وې وغوښتل، چې د سولې پروسې، ټاکنو لپاره د خلکو هڅونې، تذکرو اخيستلو او پرې سټيکر لګولو ته وګړي تشويق او پدې برخه کې خپل رسالت ترسره کړي.



t