د خپلواکۍ د کاليزې په وياړ؛ د سرې مياشتې ټولنه ۱۴۱ ماشومان تداوي کوي

د خپلواکۍ د کاليزې په وياړ؛ د سرې مياشتې ټولنه ۱۴۱ ماشومان تداوي کوي

د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه وايي، پر کور دننه روغتونونو کې د ۱۴۱ هغو ماشومانو درملنه کوي چې د زړه د سوري پر ناروغيو اخته وي.

يادې ټولنې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، ياد ماشومان د خپلواکۍ د بيا ګټلو د سلمې کليزې په وياړ تداوي کېږي.

د سرې مياشتې ټولنه وايي، له ٢٠٠٨ میلادي کال راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته نږدې ١٦٠٠٠ ماشومان راجستر شوي چې له دې جملې ٩٠٠٠ يې تداوي شوي او ٦٧٠٠ نور درملنې ته انتظار دي.

افغانستان يو له هغه هېوادونو دی چې د زړه سوريو ماشومانو شمېر پکې ډېر دی.



t