زابل: د کرېکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې

زابل: د کرېکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې

د زابل د کرېکټ بورډ مسؤل وايي، دغه ولايت کې د سولې په نوم د کرېکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.

محبوب محب وايي، يادې سيالۍ به د ۱۲ لوبډلو ترمنځ وشي چې چې نزدې درې اونۍ وخت به ونيسي.

نوموړی وايي، د کرېکټ يادې سياليو کې به د شهر صفا او شاجوي ولسوالۍ د کرېکټ لوبډلې هم ګډون ولري.

هغه وايي، موخه يې له دې سياليو د کرېکټ لوبغاړو هڅونه ده.

زابل کې داسې مهال د کرېکټ سيالۍ پيليږي چې تازه په هلمند کې د کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.




تبصره وکړئ

avatar
t