ننګرهار پوهنتون: د اقتصاد پوهنځي له ماسترۍ دورې ٢٨ تنه فارغ شول

ننګرهار پوهنتون: د اقتصاد پوهنځي له ماسترۍ دورې ٢٨ تنه فارغ شول

نن له ننګرهار پوهنتون اقتصادي پوهنځي څخه اتلس تنه ماستران فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ماسترۍ د لومړۍ دورې ياد فارغان يې د کاروباري ادارې (MBA) په برخه کې روزلي دي.

په همدې مناسبت د ننګرهار په پوهنتون کې يوه ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو سربېره پکې د ننګرهار والي، د ولايتي ادارې يو شمېر رئيسانو، د خصوصي پوهنتونونو مسؤلينو، د خصوصي سکتور غړو، مدني فعالانو او د فارغو زده کوونکو د کورنيو غړو برخه لرله.

دې غونډې ته د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل:

«د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون پر علمي ډګر يو بل ستر ګام اخلي او نن ورځ د کاروباري ادارې (MBA) ماسترۍ دورې په برخه کې ٢٨ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.»

نوموړي فارغو محصلانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د ماسترۍ دورې فراغت وروستى ونه ګڼي او په راتلونکې کې نورې لوړې زده کړې هم وکړي.

د پوهنتون رئيس فارغان خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل او غوښتنه يې ترې وکړه، چې په راتلونکې کې هم د خپل پوهنتون سره په اړيکه کې واوسي او په ابادۍ او ښيرازۍ کې يې برخه واخلي.

د ننګرهار والي ښاغلى شاه محمود مياخېل د غونډې بل ويناوال ؤ؛ نوموړي د خپلې وينا پر مهال له فارغانو غوښتنه وکړه، چې د شته صلاحيت او استعداد نه په ګټې اخيستنې د خپل هېواد او ټولنې په سمون او اقتصادي رغښت کې کار واخلي.

ښاغلي مياخېل د (MBA) فارغانو ته په خطاب کې په هېواد کې د شته ناخوالو اصلي سبب فقر، ولږه او نامتوازن اقتصاد ياد کړ، چې په وينا يې: ((تاسې يئ، چې دغو ستونزو او ناخوالو ته به د پاى ټکى ږدئ.))

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنوال محمد زبير نورمل، د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) استازى حسن اسلمي، د والدينو په استازيتوب پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني او د فارغانو په استازيتوب عبدالباسط نبيل د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په وار سره د موضوع اړوند ويناګانې وکړې.

ددې غونډې په پاى کې د فارغانو له خوا د پوهنتون مشرتابه او د اقتصاد پوهنځي استادانو ته د اعزاز پګړۍ پر سر شوې او فارغانو ته د فراغت تصديقونه وويشل شول.

ننګرهار پوهنتون په افغانستان کې له مهمو پوهنتونونو یو دی چې تر ماسترۍ کچې پورې په کې زده کړې کیږي.

 



ننګرهار پوهنتون
t