خلک: د طالب بنديانو خوشې کول نېک ګام دی

خلک: د طالب بنديانو خوشې کول نېک ګام دی

د هلمند ولايت يو شمير قومي مخورو له هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان سره د ليدنې په ترڅ کې د جمهور ريس محمد اشرف غني له لوري د وسله والو طالبانو د بنديانو خوشې کول، د سولې لپاره د حکومت ښه نيت ياد کړ او ورڅخه يې هرکلی وکړ.

يادو مخورو له حکومت وغوښتل، چې په خوشې کيدونکو بنديانو کې د هلمند ولايت اړوند بنديانو ونډه زياته کړي.

دوی په خپلو خبرو کې د ولايتي ادارې او مرکزي حکومت په کلکه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ او له هلمند والي يې مننه وکړه، چې تل يې ولسونو ته وخت ورکړی، پرته له توپير يې ټولو ته يو شان رسيدګي کړې او هم يې ورسره نيږدې اړيکې پاللي دي.

يادو ولسي مخورو دغه راز د لښکرګاه ښار اړوند د زړې کلا او صافيانو سيمې لپاره د خدماتي چارو او هلته د ميشتو اړمنو کورنيو سره د بشري مرستو غوښتنې هم وکړې.

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان راغلو قومي او ولسي مخورو سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې حکومت د سولې لپاره رښتينې اراده لري او پدې برخه کې يې ملي او نړيواله اجماع هم رامنځته کړې ده.

«هغه په سيمه ايزه کچه هم له ولسونو وغوښتل، چې ولايتي ادارې سره همکاري وکړي، ترڅو له تاوتريخوالي پرته سيمي امن او سوله راشي.»

جنرال ياسين خان له راغلو مشرانو وغوښتل، چې خلک تذکرو اخيستلو او سټيکر لګولو ترڅنک ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون او ونډې ته وهڅوي.

هلمند والي دغه راز د خپلواکۍ بيرته اخيستلو سلمې کليزې غوره او شانداره لمانځلو لپاره له مشرانو وغوښتل، چې د دغه ملي ورځې لپاره ځانګړی چمتووالی ونيسي.

ښاغلي ياسين د زړې کلا او صافيانو اړوند سيمو ستونزو ته پر رسيدنې ټينګار وکړ او لارښوونه يې وکړه، چې اړوند ادارې دې يې په هکله اقدامات ترسره کړي.



t