*د فکري ځواک او بدني* *وړتیاوې وژنې لاملونه*

*د فکري ځواک او بدني* *وړتیاوې وژنې لاملونه*

” دماغ ” زموږ د بدن یو غړی او برخه ده موږ د شخصیت جوړولو او نویو افکارو په باره کې په خپلو دماغو تکیه او اعتماد کوو او په کارولو سره يې دا ستر کار ترسره کولی شو، کومو خلکو ته چې الله جل جلاله لوی عقلي ځواک او د حکمت برخه ورکړې وي هغوی کولی شي سخت کارونه اسانه او درنو او يېچلیو موضوعاتو ته حل پیدا کړي، ځکه خو خلک په خپلو ژوند چارو کې له هغوی نه مشورې اخلي، که ته غواړې خپلې عقلي وړتیاوې خوندي ولرې او فکري ځواک دې پیاوړی واوسي؛ باید له دې لسو کارونو ځان وژغورې، که څه هم د دې شلو کړنو ښه روښانه کول پوره تفصیل او دلچسپو بېلګو او مثالونو ته اړتیا لري خو زه یې په کوزه کې د سیند ځایلو په څېر په ډېرو لنډو جملو کې د درنو لوستوالو په چوپړ کې وړاندي کوم:

۱) تېر وختونه یادول:

هوښیار او پوهـ خلک د موجود وخت او نږدې راتلونکي وخت په اړه فکرونه کوي، ځکه دوی ښه پوهېږي او یقین لري چې تېر وختونه شاته پاته دي او مخکي چې څه پېښ شوي هغه پېښ دي، هغه هیڅکله تغیر او بدلیدلی نه شي او لرې راتلونکي زمانه د علم الغیب خبره ده هیڅ انسان هم نه پوهېږي چې څه به کیږي، لکه دکتور ابراهيم افقي رحمه الله چې وایي هره ګړۍ داسې ژوند وکړه لکه دا دي چې د ژوند وروستۍ ګړۍ وي.

۲) له ارام او راحت سره مینه:

له ارام او راحت سره مینه او کرار ناستی د انساني عقل له پاره خورا زیات خطرناک دی، که یو څوک د خپلې دې بدمرغه مینې په غوښتنه اوږده موده ارام او بېکاره ناست پاته شې نو پرېمانه فکري او ذهني وړتیاوې به وبایلي، ارام کښېناستل یعني په ژوندوني ځان مرګ ته د سپارلو معنا لري، که څوک غواړي عقلي ځواک او وړتیاوې یې فعالې او کارنده شي له کرار ناستي او بېکاري باید خامخا ډډه وکړي. هوښیاران وایي انساني فکر دریدل او توقف نه مني حتما بوختیا غواړي که څوک بېکاره او بې مخي پاته شي فکر یې په چټیاتو او باطل بوختیږي نو بیکاري یوه وبا ده باید په ژوند کې خامخا یو کار او هدف ولرو.

۳) د نورو نظر او مشورو ته غوږ نه نیول:

یواځې پاخه لیوني او شنه کم عقلان په دې عقیده او ګروهه وي چې د دوی نظر کره او د باور وړ دی، کله چې په یوه موضوع کې د غور کولو له پاره ډېر خلک رایوځای شي نو د دې موضوع په اړه ډېر فکرونه رامنځته شي، په دومره فکرونو کې خامخا ګټور او کارګر فکر پیدا کیږي، اصلاً د موضوع حل مهم شی وي او د حل له پاره کارګر فکر ترلاسه کول په کار دي او دا که د هر انسان له کپرۍ راوتلی وي په هغه پسې ګرځېدل هیڅ اهمیت نه لري، نو د هیچا نصیحت او کارګر فکر باید رد نه کړل شي.

۴) له تغیر او بدلونه ځان ساتل:

په شته حالت راضي اوسېدل او له تغیر او بدلونه ځان ساتل هغه فکر دی چې ستاسو عقلي ځواک کمزوری کوي او فکري وده مو په ټپه دروي، ټول هوښیاران وایي چې یو حالت نه تغیریدونکی پاته کیدل ناشونی کار دی ( دوام الحال من المحال)، که ته هر څومره د حالاتو له تغیر او بدلونه وتښتې بیا به هم خامخا ورسره مخامخ کیږې، زمانه او حالات حتما بدلېدونکي دي له دې حقیقته منډې او فرار د وخت او هڅو ضایع کول دي او په یوه حالت رضا مو عقلي ځواک منجمد ګرځوي، بل لور ته د حالاتو تغیرات منل او د وخت له بدلونونو سره ځان عیارول او تیارول ستا وړتیاوې پیاوړې کوي او عقلي ځواک مو وده کوي.

که یو څوک هر وخت ګوښه او تړلی ګنډلی اوسي، اجتماعیت او له خلکو سره ګډون نه لري، دې کس د الله پراخه نړۍ ځان ته تنګه او بدرنګه ګرځولې ده، په داسې حالت کې تطور، تغیر او د انساني وړتیاو وده ناشونې ده، په داسې حالت کې چې ته د ډېرو شیانو د صحت او کره والي فکر کوې خو اصلاً هغه سم او کره نه وي او په دې فکر سره ګوا کې ته غواړې خپل عقلي ځواک فلج کړې او ته غواړي د ژوند خوځښت په ټپه ودروې.

۶) خپلې پرېکړي نورو ته سپارل:

د خپل ژوند په اړه یواځې ته پرېکړه کولی شې، ستا ژوند ستا دی او د هغه په اړه پرېکړي هم یواځې په تاپورې تړاو لري، نورو ته هیڅکله اجازه مه ورکوه چې ستا د ژوند په اړه پرېکړې وکړي، که د ژوند پرېکړو اجازه مو نورو ته ورکړه نو دا مو د خپل ژوند له ” مسؤلیته ” وږې سپکې کړې خو د دې پرېکړو پایلې او نتایج بیا تاته راجع کیږي او که هر ډول وې ته به یې ګالې او د ژوند له هر ډول پرېکړو مخکي انسان ته لازمه ده د هغو د سنجولو له پاره عقلي ځواک په کار واچوي او د ترسره کولو له پاره یې خپلې خدای ورکړې وړتیاوې په کار واچوي، کله چې تاسو د ژوند پرېکړو مسؤلیت نورو ته وسپارئ ګواکي خپل عقلي ځواک او وړتیاوې مو د نورو تابع یعني ودرولې په دې صورت کې به تاسو د ریبوټ په شان د بل په اشارو حرکت کوئ او دلته تاسو یوه آله وګرځیدئ.

۷) له بریالیو خلکو سره حسد او کینه:

طبعاُ انسان چې بریالي خلک ویني غیرت یې راپورته کیږي او زړه یې غواړي دی هم د هغو په شان بریالی او کامیاب شي خو دا کار تر دې ځایه “غبطه” بلل کیږي او دا ښه کار دی، دې غیرت ته وده ورکول او د هغه فعالول ګټور دي، په دې توګه ته مخته کیدلی او بریا ترلاسه کولی شې، خو که د نورو په بریا خپه او هغوی ته په زړه کې غوسه غوټه کړي دا کار خطرناک دی او دا حسد او کینه بولي، ایرنسټ هيكل وایي: حسد او کینه د کم عقلو بداخلاقي ده، ځکه دا بداخلاقي انسان ته هیڅ ډول ګټه نه رسوي. یو عرب عالم وایي: یو کوچی مې ولید یوسل او شل کاله عمر یې و، ورته ومې ویل: ته څومره زیات عمر لرې؟! هغه راته وویل: ځکه زه په زړه کې حسد او کینه نه لرم. نو له بریالیو خلکو سره حسد او کینه ستاسو عقلي ځواک وژني او وړتیاوې مو فلجوي.

۸) هر وخت له ناکامي وېره:

یوې مهمي قاعدې او ستر اصل ته مو توجه غواړم، هغه دا: موږ چې کوم فکرونه کوو دا په ګروهو او باورونو بدلیږي، دا باور او عقیده پخپل وخت کړني رامنځته کوي او له کړنو موږ پایلي ترلاسه کوو، هوښیاران دا اصل ډېر ښه پیژني نو ځکه دوی داسې فکرونه کوي چې له هغو نه ځواک ترلاسه کړي، که په یوه کار کې زموږ د ناکامي احتمال وینو د بریالیتوب احتمال هم خامخا شته، اوس که ته د ناکامي په اړه ډېر فکرونه کوې په دې سره ستا همت سستیږي د کار ځواک او وړتیا دي کمزوري کیږي، د دې پرخلاف موږ باید متفائل واوسو او د بریا هیله ولرو او هم یې په فکر کې ولرو او دا هیله او فکر انسان غښتلی کوي او اخیر بریا ته ځان رسوي.

۹) په خپل حال تاسف او ژړل:

ژوند ټوکه نه ده ژوند خامخا سختي لري او د ژوند په لاره کې خنډونه شته په دې لاره کې څوک ټپیان کیږي څوک مري، ژوند خو ټول ګلان او ورېښم نه دي، په دې لاره کې لوېدل او بیا پورته کېدل ستر او منل شوی اصل دی، د بریا څوکي ته غځیدلې لاره لوړې او سخت کږلېچونه لري په دې لاره د یون په مهال به څو ځله لویږې خو بیا به پورته کیږې او دا چې ته د لوېدلو او ناکامي له دردونو تاسف او ژړا پیل کړې او د خپل حال په شکایتونو خوله وازه کړې بیا دي بدني ووړتیا کمزورې کیږي او د ولاړیدلو سیکه بایلې، نو په خپل حالت هیڅکله تاسف او له خپله ژونده هیڅکله فریادونه مه کوه.

۱۰) د مخالفینو د ضعف نکتو ته توجه:

د نورو کمزورویو ته توجه کول شاید څه ګټه ولري خو له بده مرغه دا ” توجه ” سړی جلبوي او په دې توجه کې یو ډول خوند او لذت دی دومره چې اخیر له سړي ډېر ګټور کار پاته شي چې هغه خپلو کمزوریو ته توجه کول دي او ځکه خو وایي چې تر ټولو اسانه کار د نورو عیبونه په ګوته کول دي او ترټولو سخت کار خپلو عیبونو ته متوجه کیدل دي، د دنیا د مخلوق په پرېمانه کمزوریو کې له سړي خپلي هغه پټې او ورکې شي، ځکه خو هوښیاران وایي: خپل عیب د ولیو په منځ او د بل عیب د کلي په منځ کې دی.

عبدالولي رازقي




t