عمر دراز مروت صاحب السبک شاعر / بصيرالحق عادل

عمر دراز مروت صاحب السبک شاعر / بصيرالحق عادل

شعر د شاعر د هېلو، غوښتنو، اميدونو او ارمانونو انځورونه وړاندې کوي. په کم شمېر شاعران به وي چې د انځور او پېغام په وړاندې کولو کې بريالي وي او يا يې ټولنې ته په ښه توګه ورسوي.

زموږ د ټولنې د خلکو يوه ستونزه دا هم ده چې ښه شعر نه پېژني، دوی يوازې په شعار باور کوي او يا ورته چکچکې کوي. وخت به ونيسي چې زموږ خلک هنر وپېژني او يا د واقعي هنر د سيند تل ته ور ښکته شي.

پښتو ژبه کې ډېر شاعران تېر شوي دي خو ځينې ځينې يې بيا دومره رياضت وکړي چې خپله لاره جوړه کړي او د يو ځانګړي سبک څښتن شي.

ارواښاد عمر دراز مروت همدغو شاعرانو کې دی. نوموړي ته صاحب السبک شاعر ويل کېږي. يانې تر يوه بريده يې خپله لار ليکه جوړه کړې ده.

ما د ارواښاد عمر دراز مروت شپږمه شعري ټولګه [جانانه بخت ته دې حيران يم] يو څه مطالعه کړه او يو شمېر بيتونه يې راباندې خواږه ولګېدل.

په شعر کې د احساس ځايول هغه هم په داسې بڼه چې لوستونکی فکر کولو ته اړباسي اصلي هنر بلل کېږي.

دا خبره په لاندې بيت کې ښه ترا څرګنديږي:

د خپل ښايست د بربادۍ وېره په زړه کې ساتم

بلو ډېوو پسې و کور ته هم هوا رادرومي

ارواښاد مروت د دې ټولنې شاعر وو، د دې خلکو بدبختۍ باندې يې ژړلي دي او کله چې د دې خلکو په اړه له فکر کولو عاجز شوی دی نو بيا يې ويلي دي:

زه ددې قام د مستقبل په انجام دومره پوی شوم

څومره په مخ چې کړي سفر هومره په شا رادرومي

دا واقعيت دی، موږ مخکې نه ځو او که ځو څوک مو مختګ ته نه پرېږدي. زموږ ټولنه کې داسې بدرنګه کارونه وشول چې کلونه وړاندې هم نه وو ترسره شوي. دا خپله د شاته تګ يو مثال دی.

ارواښاد مروت غمجن دی او د دې ټولنې بدبختۍ دومره اغېز پرې کړی دی چې پسرلي پسې يې سترګې ړنديږي.

پسرلی د امن او سولې په مانا دی، هغه د بدرنګه جګړې څخه سر ټکوي او کله چې د امن او سولې پسرلي له راتلو نا اميده کېږي نو بيا تر دې ژوند مرګ سل ځله بهتره ګڼي:

د داسې ژوند نه به مرګ سل ځله بهتر وګڼم

د پسرلي چې پکې ټول عمر قات دغسې وي

له اسمانه هم ګيله من دی او خدای ج ته د خپلې کړې دعا په اړه شکايت کوي، دی وايي:

تا خو ږلۍ او تندرونه په لمن کې راوړل

اسمانه موږ خو درنه سوال تش د باران کړی دی

سياست پر ادب کاملاً اغېز لري او زموږ شاعران يا په ټوله کې د قلم د څښتنانو پر هنر او ليکوالۍ د حالاتو او سياست پوره اغېز پروت دی.

ارواښاد عمر دراز مروت يو بيت کې دا خبره ښه تفسير کړې ده:

د شر او د فساد چې څوک قايل نه وو اکثر

سرونه د هغو په امان نه پاتې کېدل

واقعاً، دلته سم خلک نه پرېښودل کېږي. هغه خلک چې د کار او د ټولنې وګړو ته د خدمت کولو هوډ لري، مغزو کې يې د شر او فساد څرک نه وي، نه پرېښودل کېږي او لکه غنم لو کېږي.

ارواښاد مروت ميين شاعر وو او ډېری بيتونو څخه يې واقعي انساني مينه څاڅي، هغه د مينې بېلابېلو کېفونه انځور کړي دي او د محبت خوندونه پر موږ او تاسو هم څکي. مينه د هغه د شاعرۍ بله ځانګړنه ده. تاسو يې دا لاندې بيت وګورئ پاراډوکسي خبره يې کړې ده:

زه د خپل زړه د مينتوب په مزاج نه پوهېږم

جانان پخلا غواړي خو سترګې مرورې غواړي

مرورتوب بلا ده، خو ځينو ـ ځينو ته دا بلا ښاپېرۍ شي او خوند ترې اخلي. خو مرورتوب توپير لري. کوم مرورتوب؟ د لږو شېبو که د ټول عمر؟

پورته بيت کې چې کوم مرورتوب انځور شوی دی، ښکلا يې پنځولې ده. د سترګو مرورتوب د ښکلا اندازه څو چنده ډېره کړې ده. دا يو داسې تصوير دی چې د هر چا ورته نه پام کېږي او زما په ګمان دا د شاعر خپله تجربه ده.

تاسو به اورېدلي وي چې کله – کله مينه دومره احساساتي شي چې ان يو څوک پرې له خپل مذهبه هم تېر شي.

دا لاندې بيت يې ولولئ:

لاليه ته د خپل ښايست له زوره څه خبر يې

ستا په ليدو خو بلا زړونه مسلمان دي دلته

ما چې د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه سر سري ولوستل د شعر د خوږلت يو راز يې په دې کې هم وو چې تر ډېره يې د پښتو له ګړني ادب اخيستنې کړې دي. ډېری بيتونه يې زموږ د شفاهي ادب تفسير دی.

يوه لنډۍ ده چې:

په غم مې هيڅوک پکار نه شو

په ښادۍ به هر سړی راته چې خپل دې يمه

دغه خبره مروت صيب په لاندې بيت کې په بل انداز کړې ده:

څومره ياران مې وو د روغې ورځې شمار يې نه و

د غم په ورځ مې يو غمخوار راسره نه و روان

دغه راز موږ يوه کليوالي شفاهي اصطلاح لرو چې:

[له کلي ووځه خو له نرخه مه ووځه]

کټ مټ همدغه خبرې ته ارواښاد مروت د مينې رنګ ورکړی دی او د خپلې معشوقې مخې ته يې دروي. دا ځکه چې د ګړني ادب اغېز او زور ډېر دی:

دی وايي:

له کلي وځم خو له نرخ درسره نه شم وتی

دا به دې څوک مني چې دی دې محبت نه کوي

يو لنډۍ ده چې:

که په ژړا جانان موندی شوی

……………………………………………………

دا خبره ارواښاد مروت تايد کړې ده او لا يې پخه کړې ده:

دی وايي:

نه په ژړا جانان مونديږي نه په زور او زارۍ

ته ګورې نه محروم د اوښکو لښکر بېرته راوړم؟

ياري او مينه په زور نه کېږي او نه پکې څوک چاته زارۍ کوي. دا د زړه فيصله ده او زړه چې دې څوک وغواړي نو هيڅ طاقت دې نه شي منع کولی. ځکه خو وايي چې زړګيه څه کانې دې وکړې.

زموږ شفاهي ادب د هر ډول خبرې او د مينې د هرې صحنې د اظهار لپاره ښه وسيله ده. د پښتو ګړني ادب کې د هر چا د زړه خبرې شوي دي.

يوه لنډۍ ده:

ياري د زور خبره نه ده

که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبوروومه

دا خبره ارواښاد مروت په بېل انداز او نوي رنګ کړې ده، ليکنی او شفاهي ادب يې د تخيل او تجربې په يوه خُم کې غوپه کړي دي:

ياري د زور خبره نه ده قيصه سپينه کوه

که دې زړه نه وي په دروغو بهانې مه کوه

شايد د ښاغلي مروت ډېری بيتونه د پښتو له خوږ ګړني ادب مالامال وي، زما مخې ته يې دا څو بيتونه راغلل چې لا ښکلي او د شفاهي ادب مينه مې پرې ماته کړه.

ځينې خبرې کول جرأت غواړي خو هرڅوک جرأت نه کوي. په تېره بيا داسې خبرې چې يو څوک پکې پر خپلې غلطۍ او خپل غلط عمل اعتراف وکړي.

هغه څوک چې خپله غلطي ومني نو اخلاقي جرأت به يې کړی وي، ښاغلی مروت دغسې يوه خبره کوي چې زموږ د ټولنې دهر فرد انځور دی، ولې چې موږ ته هر څه له خپله لاسه راپېښ دي او ترڅو چې ځانونه اصلاح نه کړو، نور به څنګه سم کړو؟

زه په ظالم پسې و مرګ ته هره ورځ ور درومم

په خپل عمل چې نظر تېر کړم خنجر بېرته راوړم

د ښاغلي عمر دراز مروت د شاعرۍ اړخونه ډېر دي، ما يې دلته ډېرې لږې او کمې بېلګې رواخيستې. دا چې ارواښاد مروت د ځانګړي سبک څښتن دی نو پر شاعرۍ يې ډېرې خبرې کېدلی شي. د ده د شعر سبکې خصوصيات، انځورونه، پېغامونه او ګڼ نور خواږه يې په شعر کې شته.

په دې هيله چې ځوانان پرې کار وکړي.

د حسن اختتام لپاره د ارواښاد مروت يو بيت:

زه په ترخه خبره مرم عمر دراز مروته

زما د قتل ډېر سوچونه دې ياران نه کوي

۱۳۹۸ د جوزا ۲۵مه


ليکوال: بصيرالحق عادل
t