فېسبوک د هواوې لپاره بنديزونه اعلان کړي

فېسبوک د هواوې لپاره بنديزونه اعلان کړي

فېسبوک کمپنۍ اعلان کړی دی چې هواوې لپاره به خپل خدمات بند کړي. فېسبوک له ګوګل وروسته دويمه مشهوره شبکه ده چې د هواوې لپاره بنديزونه اعلانوي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، د امریکا او چین تر منځ د سوداګرۍ کړکېچ نوې بڼه غوره کړې ده، ځکه د امریکا ولسمشر د چین هواوې کمپنۍ په تور نوملړ کې شامله کړه او په دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د ټکنالوژۍ اړوند ځینې تړونونه لغوه کړل.

له دې کړکېچ سره فېس بوک ياده پرېکړه کړې.

د فېسبوک ادارې ويلي دي، دې کمپنۍ اړوند ټول اپلېکېشنونه لکه، انسټګرام، وټس‌اپ، مسنجر او داسې نور به په هواوې ځيرکت موبایل کې نه انسټالېږي.



t