حضرت عايشې رضی الله عنها وايي. . .

حضرت عايشې رضی الله عنها وايي. . .

زه د فخر او غرور له کبله نه وايم ، بلکې د حقيقت په توګه وايم چې خدای ﷻ ماته په دنيا کې نهه داسې خبرې راکړې دي چې له ما نه پرته يې بل چا ته نه دې ورکړې ۰

۱- په خوب کې حضرت محمد ﷺ ته ملايکو زما صورت وړاندې کړ ۰

۲- زه د اوو کالونو وم چې هغه ﷺ زه نکاح کړم ۰

۳-د نهو کالونو په عمر کې يې زه واده کړم ۰

۴- له ما نه پرته بله پيغله ميرمن د حضرت محمد ﷺ په نکاح کې نه وه ۰

۵- په ده ﷺ به زما په بستره کې وحې راتله ۰

۶- په ټولو بيبيانو کې زه ورته ګرانه وم ۰

۷- زما په زړه د قرآن کريم اياتونه نازل شوي دي ۰

۸- ما جبرائل امين عليه اسلام په خپلو سترګو ليدلی دی ۰

۹- د خدای ﷻ نازولي پيغمبر ﷺ زما په غيږ کې سر ايښی وه چې وفات شو ۰

د سيرت عايشه رضی الله عنها له کتاب څخه



t