کابل کي د نارینه وو او ښځینه وو د کراټې سیالۍ پیل شوې

کابل کي د نارینه وو او ښځینه وو د کراټې سیالۍ پیل شوې

د مسئولینو په خبره د د نارینه وو ترمنځ دا د ۱۲م پړاو، خو د ښځینه وو ترمنځ دا ۲۲م پړاو لوبي دي، چي پرون یکشنبه ئې د ۳ ورځو لپاره د کراټې لوبي پيل سوې.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د کراټې په دې سیالیو کي ۲۰۰ نارینه او ۱۰۰ بیا ښځینه لوبغاړو ګډون کړی دی.

د دوی په خبره، چي ګډونوالو د کراټې لوبغاړو د هیواد د ۱۹ ولایتونو او په ایران کي د میشتو افغانانو څخه ګډون کړی دی.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د کراټي دا لوبي په دوو کتګوریو لویانو او ځوانانو په برخو کي ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده، چي ددې سیالیو موخه افغان ملي ټيم ته د غوره لوبغاړو موندل دي.



ورزش، کراټې سیالي
t