د آفغان خبريالانو آساسي ستونزي څه دي؟

د آفغان خبريالانو آساسي ستونزي څه دي؟

عزيزاحمد تسل، د کابل پريس کلب مشر

د افغان خبريالانو له عمده ستونزو يوه يې د هغوی د بيمې مسئله ده، چي د رسنيو لخوا بيمه نه دي، کله چي خبريال بيمه نه وي، د رسنيو له لوري په ډېره بې باکۍ سره د جګړې لومړۍ کرښي ته استول کيږي، چي بيا تلفات هم ورکوي.

بله مسئله په حکومت کي يو شمېر قوماندانان او زورواکي دي، چي هغوی خبريالان د خپلو خبرونو لپاره ساتي او کله چي سرغړونه کوي، بيا ورته ستونزي پېښوي.

دريمه مسئله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصويب شوی دی، خو لاهم په ګڼو ادارو کي نه پلی کيږي او خبريالان د معلوماتو او اطلاعاتو په ترلاسه کولو کي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

يو شمېر رسنۍ هم شته، چي خبريالان يې د توازن اصل په پام کي نه نيسي او دغه راز د خبريالانو نه مسلکيتوب دی، چي ځيني وخت ددوی نه مسلکيتوب ددې باعث شي، چي خپله دوی ته ستونزي جوړي کړي.

عايشه شريفي، خبرياله – کابل

د موضوع اړوند بايد ووايم، چي د افغان خبريالانو د اساسي ستونزو له جملې څخه يو شمېر يې هغه محدوديتونه بللی شو، چي لومړی په افغانستان کي تر ډېره بريده خبريالانو ته کاري فرصتونه نه برابرېدل دي، که برابريږي، يا خو محدود دي او يا هم په آحزابو، سياسي بهيرونو او حکومتي نهادونو پوري تړلي دي.

په دوهم قدم کي بايد ووايم، چي يو شمېر رسنيو داسي قوانين وضع کړي دي، چي تر ډېره بريده د رسنيو په ګټه او د رسنيزو کارکوونکو په تاوان دي، چي دا کار په صورت کل مناسب نه دی او د افغان خبريالانو په زيان دی.

په دريم قدم کي د رسنيزو کاري فرصتونو د قراردادونو عقد دی، په ځينو شرايطو کي دغه قرارداد د رسنۍ د آمتياز د څښتن لخوا پرته له منطقي دلايلو فسخ کيږي، چي نه بايد داسي وشي او دغه راز بعضي مواردو کي د رسنیو مشران خپله د افغان خبریالانو حقونه تر پښو لاندي کوي.

په څلور قدم کي د افغان خبريالانو لپاره د آمنيت نشتون دی، چي نه يوازي خبريالان، بلکي ټول هيوادوال ددغه شومي پديدې سره مخ دي.

پر دې ستونزو سربېره افغان خبریالان په خصوصي رسنیو کي ځاني خوندیتوب نه لري او تر ډېره د هغو خبریالانو سره زورزیاتی هم کيږي، چي د اداري فساد په باب تحقیقي او انتقادي مطالب چمتو کوي.

د افغانستان د کاري قانون پر بنسټ د رسنیو مشران د خبریال د ځاني تضمین مسولیت نه لري، خو د خونديتوب لپاره یې باید شرایط برابر کړي.

جاويد احمد تنوير، د کندهار پريس کلب مشر

په داسي ټولنو کي چي ډيموکراسي او د بيان ازادي د ودي په حال کي وي او يا د مخ ته تللو په لومړي پړاونو کي وي هلته به ستونزي موجودي وي، په خاص ډول د رسنيو، خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو په وړاندي.

کندهار هم يو له هغو ټولنو څخه ده، چي د نورو ټولنيزو ستونزو ترڅنګ خبریالان هم له زياتو مشکلاتو سره مخ دي.

دلته ډېری داسي ستونزي سته چي په اسانۍ پيدا کيږي خو سرچينې يې په سختۍ خبرو ته حاضريږي، مثلا، ملکي کسان د حکومت او وسله والو ډلو د بيري څخه څه نه وايي، ډېری ځوانان مو له زورواکو له ويري مستقيم هيڅ نه شريکوي خو غيري مستقيم او يا هم په کنايي ډول له ټولنيزو رسنيو استفاده کوي.

ولس د ستونزو سره مخ دی، ولس ستونزي ويني، خو ستونزه داده چي ولس ستونزه نه شريکوي.

خبريالان زيات مهال په خپلو سوژو کي اصلي منابع په ډېر تکليف ږغوي او يا پيدا کوي، نو ويلای سوو چي معلوماتو ته لاسرسۍ لا هم د پخوا په څېر يوه جدي ستونزه ګڼل کيږي.

حکومت هر وخت يوازي په تشو ژمنو خبریالان او ولس خطا باسي، تر اوسه يې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي جدي اقدام نه دی کړی.

د امنيتي پيښو پرمهال ضد او نقيض معلومات نشريږي، امنتي ځواکونه ساحې ته د خبريالانو د تګ اجازه نه ورکوي، معلومات پر وخت نه شريکوي او ځيني وخت څو ډوله معلومات خبريالانو ته په واک کي ورکړي، چي دا هم حکومت او هم د خبريالانو باور له منځه وړي.

د عدلي او قضايي ارګانونو څخه د ځينو قضيو او دوسيو په اړه معلومات غوښتل ستونزمنه ده او يا هم يوه موضوع تعقيبول یوه بله ستونزه ده، چي په سختۍ به کار پر کيږي.

لا اوس هم خبريالان له ګواښ، تهديد، د نامعلومو کسانو له لوري تعقیب او د ځينو کړيو له لوري د نوم بدولو سره مخ دي.

دلته هيڅوک د زورواکي، غاصب، غل او ظالم په وړاندي څه نه وايي، نه ږغ پورته کوي او نه هم د خبريالانو سره اسناد شريکوي.

خو ستونزه يوازي داده، چي ولس مو د خبريالانو او رسنيو په اصولو او مسوليتونو نه پوهيږي، نو ځکه دلته د هر تغير راوستلو تمه او د هري فاجعې د مخنيوي اميد له خبريالانو کيږي.

په کندهار کي خبريالانو ددې وطن د ارزښتونو، قوانينو او اصولو په چوکاټ کي هره ورځ د يوه تغير به نيت پيلوي، کار کوي، قرباني ورکوي، تهديد او خطرونه پر ځان وړي او د خلګو ږغ پورته کوي.

يوه بله ستونزه د مرکز له لوري د ولايتي خبريالانو سره د مور او ميرې چلند دی، په ځينو تشويقي پروګرامونو کي هغه که د ارګ له لوري جوړيږي او يا هم د ځينو نهادونو له لوري جوړيږي يوازي د مرکز خبريالان ستايل کيږي، ان دا چي ډېره قرباني د ولايتونو خبریالان ورکوي او د جنګ په لومړي کرښه کي هم دوی دي.

کمي تنخواوي يوه بله ستونزه ده، چي خبريالان خطرونه پر ځان قبلوي او کار کوي.

دې ته ورته نوري ستونزي نن هم سته، پرون هم وې او لسيزي وړاندي هم موجودي وې، که چيري دا ستونزي حل نه سي، د بيان ازادي فقط يو شعار دی او ځانونه پرې خطا باسو.

اميد دادی، چي مرکزي او ولايتي ادارې د خبريالانو او رسنيو په وړاندي پرتې ستونزي حل او يو خوندي چاپيريال برابر کړي.

د بيان د ازادۍ د ودي او پرمختګ په هيله!

صدیق الله آفغان خبریال – کندهار

په ټولیزه توګه د افغان خبریالانو په وړاندي امنیتي ستونزي، مافیايي تهدیدونه، معلوماتو ته نه لاسرسی او تر ټولو مهم اقتصادي ستونزي جدي  او اساسي ګڼلای شو.

په تېرو څو کلونو کي د خبریالانو د وژلو او تهدید ارقامو ته په کتو نامعلومو وسله والو د افغان خبریالانو د سکوت او یا هم د هغوی پر لاره روانېدو هڅه کړې ده او هغوی، چي انکار يې کړی او یا د دوی له خوښي پرته يې فعالیت کړی، وژل شوي او په مرګ تهدید شوي دي.

اوس هم زورواکي په نه خبره خبریالانو ته ستونزي جوړوي، له نورو ډلو سره يې د مخالفت د وسیلې په توګه کاروي او که دا کار ونه کړي، نو په مرګ يې ګواښ او آن وژني يې.

دا ستونزه له ډېره وخته روانه ده، خبریالان وګواښل شول، ووژل شول، خو حکومت يې په وړاندي هیڅ کوم غبرګون او تدابیر نه درلود.

په داسې حال کي، چي په هري وینا کي د بیان د آزادۍ د پرمختګ خبره کوي، خو په عمل کي هیڅ نه شته. یوه تر ټولو جدي ستونزه دا ده، چي د خبریالانو د دفاع او مصونیت بنسټونه انحصاري فعالیت لري، يوازي څو کسان د خبریالانو په نوم پروژې پکي اخلي، د خبریال د ستړي ژوند هیڅ احوال نه لري.

ددې بنسټونو تقریباً ټول مسوولین معامله ګر او د حکومت د بې ځایه غوښتنو د منلو او د خبریالانو د حقوقو د تامین پر ځای د هغوی پر سر د معاملې او حق خوړولو کار مخته وړي.

ان داسي هم شوي، چي همدې بنسټونو خبریالانو ته ستونزي او دسیسې جوړي کړي او د ګواښ په توګه يې له حق ویلو راګرځولی.

بله مهمه موضوع، چي د خبریالانو په وړاندي له اساسي ستونزو یاديږي، هغه د معلوماتو د لاسرسي نه شتوالی دی، چي د خبریالانو فعالیت يې پيکه کړی.

حکومت پر یوه سر قوانین تصویب او توشېح کوي، چي معلوماتو ته لاسرسی آسانه کړي، معلوماتي بانکونه جوړ کړي، خو په حقیقي میدان کي شی نه شته.

وروستۍ اساسي ستونزه، چي خبریالان يې له بې حده لويي ستونزي سره مخ کړي او د هغوی فعالیتونه يې محدود کړي، اقتصادي مشکلات دي.

د تېرو پنځو کلونو راهیسې د خبریالانو لپاره کاري فرصتونه په صفر کي ضرب وو، معاشونه يې کم شوي او امتیازات يې د تېر په څېر لس سلنه هم نه جوړوي.

عبدالسمېع غیرتمل، په کندهار کي د نی ادارې مسؤول

افغان خبریالانو کاشکي یوه ستونزه لرلای، جالبه داده، چي هر ولایت ځان ته ستونزي لري او خبریالان ځني کړیږي.

زموږ د لوی کندهار عمومي ستونزي بیخي جدي او تر ډېره سره یو شی دي.

معلوماتو ته نه لاسرسی، د دولتي او نظامي ارګانونو د یوې واحدي ستراتیژۍ نه موجودیت، د خبریالانو سانسور او ګواښل او ورسره د مافیايي کړیو بې دریغه ګواښونه هغه څه دي، چي خبریالان ډېر ورڅخه ځوريږي.

د لوی کندهار خبریالان زیاتره وختونه د جنګ په اول خط کي خپل فعالیت کوي، په داسي حال کي چي د رسنیو له لوري يې نه د بیمې او نه هم تقاعد لپاره قرارداد موجود دی.

تر ډېره موږ د وسله والو مخالفینو وروسته، د اوسني نظام سره په مشکل کي یو، کله بیخي مالومات راباندي بند کړي، کله مو وګواښي او کله مو د سانسور هڅه وکړي.

تر دې وروسته بيا د بېلابېلو برخو مافیا ده، د مځکي د غصب مافیا په کندهار کي دومره خطرناکه سوې، چي آن سړی پر ټولنیزو رسنیو ګواښي.

په داسي یوه حالت کي نو بیا د خبریال څخه څومره د اصلي موضوع د انتشار غوښتنه وسي؟

زموږ دغه پورته ذکر سوي ستونزي له ولسمشره تر والي ټولو ته معلومي دي، خو د لېري کيدو لپاره يې بیخي په ذهن کي شی نسته. او موږ هم په دې وروستیو کي ناهيلي سوي یو.

احمد لودین، په کندهار کي د خبریالانو د مرکز مشر

په عمومي ډول د بیان ازادي او خپله رسنۍ د زیاتو ستونزو سره مخ دي، نه یوازي دا چي د خبریالانو او رسنیو په وړاندي زیات امنیتي تهدیدونه موجود دي، بلکي د ګڼو خبریالانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

د خبریالانو په وړاندي ناآمني، د زورواکانو ګواښونه، سانسور، معلوماتو ته نه لاسرسی او د خلکو غیرقانوني غوښتني هغه لویي ستونزي دي، چي دلته یې د بیان ازادي محدوده کړې او د خبریالانو پر خولو یي پلاسترونه اچولي دي.

دا مهال تر ټولو لویي ستونزي امنیتي تهدیدونه او معلوماتو ته نه لاسرسی دي.

که وګورو! تېر کال په افغانستان کي تر شل زیات خبریالان وژل سوي، ګڼ ټپیان سوي او ګڼو بيا دندي پرې ايښي دي.

اوس مهال هم ګڼ خبریالان د مرګ د ګواښونو سره مخ دي او د بېلابېلو نامعلومو ادرسونو له خوا تهدیديږي، خو متاسفانه چي حکومت یې په وړاندي چوپ دی او د خبریالانو سره د هغوی په ژوند ساتنه کي هیڅ مرسته نه کوي.

معلوماتو ته نه لاسرسی هم ورځ تر بلي محدودیږي، چي په دې برخه کي تر ټولو لویي ستونزي حکومت پېښوي او معلوماتو د لاسرسي قانون تر پښو لاندي کوي.

موږ په وارو وارو حکومت دې نیمګړتیاوو ته متوجه کړی دی، خو حکومت د غفلت په خوب ویده دی او په دې برخه کي خپل مسوولیت نه درک کوي.

پورتنۍ ستونزي اوس ددې لامل سوي دي، چي له خبریالانو څخه معلومات پټ پاته سي.



ټاټوبی او خلک
t