د کورنيو توليداتو کارول د هيواد اقتصاد څومره تقويه کولای سي؟

د کورنيو توليداتو کارول د هيواد اقتصاد څومره تقويه کولای سي؟

سید الرحمان نیازی، د اقتصادي چارو څېړونکی

په ملي کچه د لوی اقتصاد یوه دنده د بې کارۍ راکمول دي، ولي له بده مرغه چي زموږ د ملي اقتصاد یوه لویه ستونزه بيا په لوړه کچه بې کاري ده او د روان بد ناورین یوه لویه ریښه په همدې بې کارۍ کي ده. که بې کاري ډېره وي، د خلکو عواید نه وي. کله چي خلک عواید ونه لري، نو بیا يې لګښتونه راکمېږي. د لګښت په راکمېدو سره مو د تولید کچه راټیټېږي او د تولید په کموالي سره طبعا د تولیدي کمپنیو استخدام کمېږي او کارګر کموي. دا خبیثه کړۍ همداسي تاوېږي، چي په ملي کچه اقتصاد له بحراني حالت سره مخ کوي. زموږ هیواد چي له بده مرغه اوږدې جګړې او د قوي دولتونو د نشتوالي له کبله يې اقتصادي بنسټونو ژوره ضربه لیدلې ده، سخته ده چي په اسانه د تولید جوګه سي. زموږ اقتصاد تر ډېره وارداتي دی او حتا لومړني توکي مو هم له بهره راځي. دا چي موږ خپل تولید نه لرو، نو طبعا به د نورو تولیدات کاروو او د نورو تولیدات کارول په دې مانا چي له هیواد دباندي د هغه هیواد بشري قوه په کار اچوو، چي له کومو هيوادونو چي اجناس راواردوو. د خپلو تولیداتو کارول په دې مانا دي لکه موږ چي خپل اقتصاد پياوړی کوو. که موږ خپل افغاني بوټونه وکاروو، نو دا په دې مانا ده، چي د بوټ جوړولو په فابریکه کي مو خپل نفر ته کار پیدا کړ. هغه څرمنه چي په دې بوټ کي کارول کېږي د مالدارۍ له افغاني مرکز سره مو مرسته وکړه، هغه افغان ته مو هم کار وموند چي څرمن يې له دې افغاني مرکزه تر بوټ جوړوونکي رارسولې. طبعي ده، چي دا افغان بوټ ګنډونکي به د خپل لاسته راغلي عاید یوه برخه د خپل ژوند په اړتیاوو لګوي او په دې سره به د ملي اقتصاد دا کړۍ نوره هم ټينګېږي. په افغاني ټولنه کي د خپلو تولیداتو د نه کارولو د اقتصادي عواملو (د ګاونډیو ډمپنګ سیاست، زموږ د تولیداتو ټیټ کیفیت، او . . .) تر څنګ د ملي روحيې نه شتون هم  د دې چاري مخنيوی کړی. موږ لا هم په بازار کي د اخیستلو په وخت کي د باندني تولید د بدیل پیدا کېدو لپاره زیار نه دی ګاللی او بې تفاوته چلند مو ورسره کړی دی. د خپلو تولیداتو کارول په طویل المدت کي هغه بشري قوه هم روزي او هم يې ډېروي چي په همدې تولید کي بوخته ده. مثلا که موږ د آهو افغاني بوټ کارول ډېر کړو، نو طبعي ده چي دلته ورته د هر پانګوونکي پام کېږي او په دې برخه کي پانګونه کوي، تر څو ډېره ګټه وکړي، ځکه چي تقاضا به ورته موجوده وي. هر څومره چي په دې برخه کي پانګونه کېږي، هغومره به ډېري بشري قوې ته اړتیا وي، هر څومره چي په یو مالوم کسب او هنر کي په ډېره پېمانه بشري قوه بوختېږي، هغومره يې په دې اړه مهارت ډېرېږي او دوړتیا تمرکز يې په همدې برخه کي راټولېږي، چي په طویل المدت کي د یو هیواد د اقتصاد لپاره روښانه راتلونکی دی.

منور احمد واحدي، د سولي ولسي حرکت د کندهار مشر

د هيواد اقتصاد هغه وخت وده کوي چي افغان دولت د دې لپاره چي وکولای سي اقتصادي پياوړتيا رامنځ ته کړي، يوه لاره همدا ده چي خلک د کورني توليداتو کاروني ته وهڅوي او همدارنګه د کورني توليداتو کارول نه يوازي زراعت، صنعت، اقتصاد ته وده ورکوي، بلکي د دولت پر بوديجه او مالياتو باندي هم مثبت آغېزه لري. که چېري د هيواد په سوداکرۍ کي د بهرنيو توليداتو پر ځای د خپل هيواد توليداتو ته توجه وسي، څرګنده خبره ده چي کرهڼه، او کرهنيز پروسيس به زياتوالی ومومي، ځکه په نوره نړۍ کي هم خک د داخلي توليداتو څخه استفاده کوي او نه پرېږدي چي بهرني توکي يې د داخلي توکو ځای ونيسي. د بلي خوا د افغانستان خاوره، اوبه، اقليم، غلي دانې، مېوې او نور هغه څه دي چي په نړۍ کي ساری نه لري. نو که چېري د خپلو صادراتو او جنسونو د پلورلو لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه طرحه کړو او هغه سيمه يې مطالعه سي، د خرڅلاو بازار ورته برابر سي، نو لېري نه ده چي د هيواد اقتصاد به مو تقويه او پر پښو ودرېږي. که وګورو، نو زموږ دوه همسايه ملکونه لکه: ايران او پاکستان چي په نسبي توګه يې خپل اقتصاد رغولی دی او همېشه د خپلو داخلي توکو څخه استفاده کوي او بازار موندنه ورته کوي. زموږ دولت هم دنده لري چي د هغو توکو د واردولو مخه ونيسي، کوم چي په داخل کي موندل کېږي لکه تازه مېوې، لبنيات، سبزيجات او نور چي دا زموږ په هيواد کي دننه په زياته پېمانه او ښه کيفيت پیداکېږي. دغه راز په نورو برخو کي لکه په صنعتي برخه کي هم بايد کورني توليداتو ته پاملرنه وسي او خلک وهڅول سي، تر څو د خپل هيواد د جوړو سوو توکو څخه استفاده وکړي او خرڅ يې کړي، چي ښه مثال يې همدا اوس زموږ په هيواد کي په ښه کيفيت ډول ډول توکي جوړول يادولای سو.

عبدالجبار نومیال، یو تن ځوان

کورني تولیدات دهیواد په اقتصاد کي رغنده رول لري، پر کورني تولیداتو باندي ولاړ هیوادونه اوس له نړۍ سره سیالي کوي. که چېري موږ کورني تولیدات ولرو، نو له بهره چي کوم توکي راواردېږي پر هغو چي کوم ټکس راځي هغه به په داخل د هیواد کي پاته او د هیواد بودیجې ته به انتقال سي. بل کوم خام مواد چي په هیواد کي شتون لري، طبعي ده چي د کورنیو تولیداتو لپاره به هرو مرو فابریکې او کمپنۍ جوړېږي، تر څو یاد توکي تولید کړي، نو دغه خام مواد چي اوس د هيواد لپاره په درد نه خوري، وروسته تر دې به پاخه مواد یا توکي سي او په فروش به رسېږي او ګټه به یې د هیواد اقتصاد ته رسېږي او پر یادو توکو به د قانون په چوکاټ کي مالیه اخیستل کېږي او هغه به د هیواد په اقتصاد کي جمعه کېږي. بل کوم مواد چي د هیواد په بازارونو کي د خلکو په منځ کي تبادله کېږي د پیسو په مقابل کي د هغو یوه اندازه به د هیواد بودیجې ته ځي.

لعل محمد صفا، د پوهنتون استاد

کورني تولیدات د هیواد پر اقتصاد مستقیم آغېزه لري. کورني تولیدات هغه څه دي چي يو هیواد پر ځان بسیا کولای سي او همدا راز ملت د پردويو له احتياجه خلاصولای سي او بل اړخه د دولت پر بودیجه مستقیمه آغېزه لري. موږ کولای سو چي د خپلو تولیداتو په استعمال سره د دولت بودیجه غني او له ګاونډيو هیوادونو سره سیالي وکړو، هر کله چي یو هیواد اقتصادي خپلواکي ولري، نو کولای سي چي سیاسي خپلواکي هم ولري. په دې ورستیو پېړیو کي د مخامخ جګړې ځای تر ډېره اقتصادي جګړې نیولی، چي موږ ورته سړه جګړه هم ویلای سو. په داسي هیوادونو کي لکه افغانستان چي پرېمانه اومه مواد ولري، په ډېري اساني کولای سي چي خپل تولید ولري، ولي متاسفانه کورنۍ جګړې او د برق نه شتون د دې لامل سوي، تر څو موږ په کمه اندازه تولید ولرو، خو دا په دې مانا نه ده چي موږ به ناامیده کېږو. د خپل کورني تولید لپاره هراړخیز کار ته اړتیا ده، هر کله چي موږ خپل تولید ډېر وکاروو، هغومره به مو خپل اقتصاد ته فایده رسولې او هم به ورسره د بشري قوې څخه استفاده سوې وي. بناء دا چي په افغانستان کي د فقر او بېکارۍ کچه لوړه ده، نو ځوانان د شخصي منافع لپاره د ملي ګتو قرباني کولو ته اړ کېږي، نو کله چي داخلي تولیدات زیات استعمال سي، ورسره ځوانان پر کار کېږي او دا پر امنیتي حالت باندي مستقیم آغېزه لري، هم ځوانان پر کار کېږی او له وران کارۍ لاس اخلي. نو حکومت ته په کاره ده چي د داخلي تولیداتو د تقوې لپاره د تدارکاتو کمېسيون ته دنده وسپاري، تر څو په ټولو وزارت خانو کي داخلي تولیداتو ته اولیت ورکړي، خاصتاً امنیتي وزارتونه چي مصارف يې زیات دي او د مصارفاتو ډېری برخه یې د بهرنیو هیوادونو له طرفه ورکول کېږي. که چېري امنیتي وزارتونه د داخلي تولید څخه استفاده وکړي، مطمین یم چي هم به مو تولید زیات سوی وي او هم به مو د تولیداتو کیفیت بهتر سوی وي.

عبدالحی ډاډمن

د یو هيواد په اقتصاد او جوړښت کي د هغه هيواد د کورنیو تولیداتو رول مهم او ګټور دی. افغانستان چي نسبتا د کورنیو تولیداتو څخه برخمن هيواد دی او د خپلو تولیداتو په تولیدولو کي یې د تېرو څو کلنو په پرتله زیات نوښت او پرمختګ کړی دی. بايد ووايم چي په افغانستان کي ډېری تولیدات د هيوادوالو له لوري نه استعمالېږي او حال دا چي د هيواد اقتصاد او پرمختګ د کورنیو تولیداتو په کارولو او مروج کولو سره لا هم پیاوړی کېږي او مخته ځي. زموږ د هيواد کورني تولیدات د بهرنیو هيوادونو د تولیداتو په پرتله پر معیار برابر او د ښه استفادې وړ هم دي، که چیري د هيواد اقتصاد او پرمختګ په پام کي ونیسو او د خپلو کورنیو تولیداتو په کارولو او مروج کولو کي خپلي هڅي تېزي او ګړندۍ کړو، نو له یوه اړخه به مو خپل د هيواد اکثریت ځوانان د کار او روزګار څخه برخمن کړي وي او له بل اړخه به مو د هيواد په اقتصاد او پرمختګ کي خپله ملي او ایماني وجیبه په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره سرته رسولې وي. ډېری هيوادونه خپل اقصاد او پرمختګ د خپلو تولیداتو په کارولو او مروج کولو سره مخته وړي او په خپل هيوادونو کي یې کارګر ځوانان د کار او روزګار څخه برخمن کړي وي. لازمه ده چي زموږ د هيواد ټوله وګړي د خپلو کورنیو تولیداتو په کارولو او مروج کولو کي هڅي وکړي او خپل کورني تولیدات تر بهرنیو هغو ښه او بهتر وګڼي. الحمدالله زموږ د کورني تولیداتو کیفیت هم نسبتاً د بهرنیو هيوادونو توليداتو ته ښه او ګټور دی. د ټولو هيوادوالو څخه غوښتنه کوو، تر څو د خپلو کورنیو تولیداتو څخه په استفاده، د هيواد په اقتصاد او پرمختګ کي خپلي هڅي ونه سپموي.



ټاټوبی او خلک
t