د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان تازه غونډه به څومره د سولي پروسې سره مرسته وکړي؟

د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان تازه غونډه به څومره د سولي پروسې سره مرسته وکړي؟

شاه اغا اکرمي، د سیاسي چارو کارپوه

څو ورځي مخکي د سعودي عربستان د مکي معظمې په ښار کي د سعودي حکومت په کوربه توب د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان غونډه جوړه سوې وه، چي د مختلفو اسلامي هیوادونو مشرانو پکښي ګډون کړی وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په شمول دغي غونډي ته ولاړ. ددې غونډي اجنډا بېلابېل موضوعات جوړول، چي یوه پکښي هم په افغانستان کي د روان کړکيچ پای ته رسول وه.

څنګه اسلامي هیوادونه کولای سي په افغانستان کي روانه جګړه ختمه کړي؟ سعودي عربستان چي د اسلام مرکز بلل کیږي او خبره یې هم تر ډېره پوري اورېدل کیږي، د افغانستان جګړه د اسلام له نظره نا روا بللې او همدارنګه د کعبې شریفي امام او مفتي هم دغه جګړه نا روا بللې او دا یې د مسلمانانو وینه توېدنه او وحشت بللی دی.

که چیري همدغه اسلامي هیوادونه، چي په دغه د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان په غونډه کي يې ګډون کړی، هر یو د زړه د اخلاصه کار وکړي، نو لېري به نه وي، چي دغه جګړه به ختمه سي، خو زه شخصاً نه په سعودي عربستان او نه پر پاکستان باندي دا باور لرم، چي د افغانستان د جګړې په ختمولو کي دي جدي ګامونه واخلي، ځکه په وارو-وارو همدغه هیوادونه مخامخ د هو په نیامت سر ښوروي، اما د صحنې څخه بهر بل ډول رول لوبوي.

لکه څرنګه چي تاسو ته بهتره معلومه ده، چي زیاتره تروریستي ډلي د ایران او پاکستان لخوا حمایه کیږي، ولي د سعودي حکومت چي د اسلامي هیوادونو مرکز او مشر بلل کیږي، د خپل نفوذ څخه په استفادې د هغوی مخنیوی نه کوي، حال دا چي پر دې سربېره سعودي په پاکستان کي په ميليارډونو ډالره پاڼګونه او مرسته کوي.

ددې پر ځای يې باید پر پاکستان باندی فشار وارد کړي وای او پر هغه يې اقتصادي تحریمونه وضع کړي وای، ترڅو د زړه د اخلاصه يې د افغانستان د جګړې په ختمولو کي مرسته کړې وای.

له بلي خوا څخه په دې غونډه کي د سعودي حکومت د امریکا څخه و غوښتل، چي پر ایران باندي لاهم خپل تحریمونه اضافه کړي، په داسي حساس پړاو کي نه باید سعودي حکومت یو داسي غوښتنه کړې وای، ځکه تاسو ته بهتره معلومه ده، چي ایران د طالبانو سره نږدې اړیکي لري او په افغانستان کي د سولي په راوستلو کي همکاری کولای سي، نو باید د احتیاط څخه کار واخیستل سي.

طالبانو هم په وارو-وارو دغه ادعا کړې ده، چي افغان حکومت د سولي د مذاکراتو مخنیوی کوي، که چیري رښتیا همداسي وي، نو د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان هیوادونه دي په افغانستان کي د سولي په راوستلو کي هڅه وکړي، ترڅو افغانان تلپاتي سولي ته ورسيږي او د آرامۍ ساه واخلي.

نثار احمد احمدي، د ځوانانو فعال

افغانستان له کابو نیمي پیړۍ راهیسي په جګړه کي راښکيل دی او د جګړې د دواړو غاړو ترڅنګ عام ولس هم خپل ژوند له لاسه ورکوي او یو باثباته او تلپاته سولي ته بې حده اړتیا لري.

دغي بدمرغه جګړې د نورو زیانونو ترڅنګ د افغانستان د سولي اعتماد ته هم زیان رسولی؛ خو د فعلي حکومت او د امریکا د فعالي ډیپلوماسۍ او هلو ځلو له برکته ورو- ورو په هره ساحه کي د سولي بایللی اعتماد بیا راژوندی کوي.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان تازه غونډه به یو ښه فرصت ایجاد کړي، څو د اسلامي نړۍ معتبر عالمان په افغانستان کي د اوسني جنګ او وحشت په اړه د اسلامي حکمونو په رڼا کي د سولي بحث او فیصله وکړي.

دا غونډه به نه یوازي په افغانستان کي د سولي او امنیت لپاره ګټوره وي، بلکي په ټوله کي به د سیمي په سطحه د اذهانو په تغیر کي اساسي رول ولوبوي، چي د اسلامي نړۍ په دغه نړیواله غونډه کي به د افغانستان د سولي او امنیت مسئله تر بحث لاندي نیول کيږي او هیله سته، چي پر سوله او امنیت به مثبت تاثیرات ولري.

حبیب الله ذکي، استاد

د هېوادونو تر منځ د دولت په دولت د همکارۍ ميکانیزم د سولي او هر ډول تفاهم ته د رسېدو تر ټولو اغېزمنه لار ده،

افغانستان تر بل هر وخت په یو نارک حالت کي دی، د سولي، امنیت او ټیکاو راتلو لپاره هره ناسته، غونډه او هره هڅه د سولي پر روانو هڅو مثبت اغېز لري او سولي ته ژمنتیا په ډاګه کوي.

په دې وروستیو کي د افغان سولي موضوع ډېره مطرح سوې او افغان سوله اوس له یو ارمانه، په یو هدف بدله سوې، نو ځکه زموږ د سولي ټولیز درد یو ټولیز اقدام او مرستي ته اړتیا لري.

دغه ډول غونډي د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړیکو د پېاوړتیا ترڅنګ، د ګډو ستونزو د حل لپاره خورا مهمي دي، ځکه ټول اسلامي هېوادونه په یو نه بل ډول تر ګواښ لاندي دي، چي پر وړاندي یې یو موټی کيدل د ستونزو د نسبي حل په مانا دی.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډي به هغه وخت لا نوري اغېزمني سي، چي په دې غونډو کي کيدونکي پرېکړي عملي سي.

ناصر خان شېرزی، ليکوال او ژورناليست

داچي د تیرو څو میاشتو راهیسي د سیمي او نړۍ هیوادونه په افغان سوله کي شامل سوي، نو له همغه وخته د نړۍ په بېلابېلو اسلامي او نورو هیوادونو کي غونډي او کنفراسونه جوړ سوي،چي دغو کنفرانسونو کي تر ډېره دیني عالمانو هم ګډون کړی او په افغانستان کي د مسلمان لخوا مسلمان وژنه یې حرامه بللې ده.

دا ځل د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان چي د (۵۷) اسلامي هیوادونو څخه جوړ سازمان دی، غونډه کوي.

په دغه غونډه کي به په افغان سوله خبري کیږي. څرنګه چي ددې سازمان موخه داده، چي د ټولو مسلمانانو ټولیز غږ واوسي او همدارنګه د غړیو هېوادونو ملي ګټي وساتي او د هغو پرمختګ او سمون په نړیواله کچه او سوله يیزه فضا کي رامنځ ته کړي.

داچي یاد سازمان په افغان سوله خبري کوي، زما په نظر په افغان سوله به زیات مثبت اغیز وکړي او یاد سازمان به د افغان دولت او طالبانو لپاره د اعتماد کولو ادرس سي، ځکه دغه سازمان کي اسلامي او بېطرفه هیوادونه شتون لري.

دلته د دولت او طالبانو ترمنځ یو پر بل د باور کولو فضاء خړه وه، نو د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په مرسته به باور جوړونه وسي او تر هغې وروسته به د شرطونو عملي کېدو، اوربند او دایمي سولي ستره او د ژوند کولو لاره پرانیستل سي.

شرافت همت، لیکوال او مدني فعال

څه موده وړاندي په سعودي کي د ټولي نړۍ د اسلامي علماوو یوه لویه ناسته جوړه سوه، چي د افغانستان جګړه پکي ناروا وبلل سوه او د جګړې دیني مشروعیت پکي ختم سو.

ددې فتوا اغېز خورا زیات وو او د طالبانو روحیه هم ورسره تر څه حده کمزورې سوه.

ولسمشر اشرف غني د سولي په تړاو صادقانه او د ملت د ارادې سره سم روان دی او هڅه کوي، چي د سولي د راتلو په برخه کي هیڅ فرصت د لاسه ورنه کړي، خو طالب مشران د سولي شرطونه د پاکستان او نورو په دستور ډېر لوړ ښیي، چي افغان ملت او حکومت ته د منلو وړ نه دي.

د سولي او طالب په اړه بحثونه خورا ژور دي، چي مونږ ډېر نه پسي ورځو، خو اوس تازه په سعودي کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان غونډه نیول سوې وه، چي د ولسمشر اشرف غني په شمول د ډېرو اسلامي هیوادونو مشرانو پکي ونډه درلوده او د سولې په تړاو یې بحثونه وکړل.

ددې ناستي اغېز به طبعاً د سولي په پروسه زیات وي، خو اصلي خبره داده، چي طالب خپلواک نه دی او نه سي کولای په خپله اراده له افغان حکومت سره جوړجاړي ته چمتو سي.

زمونږ غوښتنه داده، چي عربي هیوادونه باید یوازي نمایشي نه، بلکي په عمل کي د افغان سولي او د طالبانو قانع کولو او د دوی حمایه کونکو هیوادونو باندي کار وکړي، ترڅو سولي ته واداره سي.

بیا هم وایم، د طالب جګړې دیني مشروعیت له لاسه ورکړی، افغان وژنه او ورور وژنه جهاد نه دی.

طالب دومره شرخوښی دی، چي د افغانستان له ګوټ ګوټ نه د ملت استازي راغونډ او د جرګې د لارې یې طالب ته په سوالیه انداز خپله پرېکړه او پیغام ورساوه، چي راشه سوله وکړه، خو طالب دا هر څه رد کړل او د خلکو سترګو ته یې خاوري وشیندلې.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان غونډي، د خلیلزاد هڅي او نور اقدامات د هرکلي وړ دي، خو په دې برخه کي صادقانه کار ضروري دی.

سوله د هر افغان وګړي یوازینی ارمان او حق دی او نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نړیوال ادارات باید په دې برخه کي پوره همکاري وکړي، ځکه نمایشونه نور خسته کن سوي دي.

نعمت الله وفا، د کندهار ولایتي شورا غړی

د اسلامي هيوادو هره باايمانه او د جرأته ډکه پرېکړه به نه يوازي دافغانانو په دايمي ګټو مثبته اغېزه وکړي، بلکي د ټولي نړۍ د اسلامي هيوادونو پر وړاندي به د يو خاص قوت ذريعه هم وګرځي.

حال دا چي د سعودي باچا دامريکا رئيس جمهور ټرمپ ته په علني شکل د وهم او ډار په وجه د سرو زرو ډېر قيمتي مډال ورپه غاړه کوي، نه پوهېږم دا مجبوريت که محبوبيت دی؟

بنآ فکر نه کوم، چي دا اسلامي هيوادونه به هم د خپل هيواد د بقآ په خاطر د جديديت او قاطعيت او اسلاميت څخه کار واخلي، فقط نمايشي څه به وړاندي کړي، ځکه د صدام حسين او شهيد ډاکتر نجيب الله اعدام ټولو ته درس دی او دا زموږ د ټولو مسلمانانو په کمزوري ايمان دلالت کوي.


ټاټوبی او خلک
t