د کانونو د غیرقانوني استخراج مخه ولي نه نیول کېږي؟

د کانونو د غیرقانوني استخراج مخه ولي نه نیول کېږي؟

حیات الله وفا – د پوهنتون استاد

افغانستان لامالکه کور! جګړه، هغه څه ده، چي له دې هیواده یې هر څه اخیستي دي، له کور څخه د هغه مالک، له بڼ څخه بڼوال، له رمې څخه یې چوپان تر دې ریښتني حاکم نظامونه یې پر بل مخ راوغورځول. له دې ناخوالو څخه په ګټني ګاونډیو هیوادونو د هیواد شته د ځمکنيو شتمنیو لاسونه وروغزول. تردې دمه په هیواد کي کانونه کیندل سوي او ځنګلونه وهل سوي. خو د وخت بې پروا حاکمانو د دې لپاره چي په واک کي پاتي سي، دې ستونزي ته لازمه پاملرنه نه ده کړې. د کانونو غیرقانوني استخراج نه یوازي دا چي ملي اقتصاد ته لوی زیان دی، بلکي د دولت د مخالفو ډلو د مالي تمویل لپاره يې هم په اوس مهال کي یوه ستره عایداتي سرچینه ګڼلای سو. د هلمند ولایت څخه د روخام ډبره د سیمي هیوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان، چي د هیواد سویل ته پروت ګاونډی دی، قاچاقېږي، د هیواد له اوسني روان کړکېچ څخه په ګټني ورته نوري کیندني یې هم ترسره کړي دی، یادي کړني ولس سخت اندېښمن کړی، چي د دې ولایت سره سره یو شمېر نور ګاونډیو ولایتونو لپاره ستر امنیتي او اقتصادي زیانونه له ځانه سره لرلي دي. له اقتصادي اړخه د دې کانونو کیندل په غیرفني ډول ترسره کېږي، زیاته برخه یې ضایع او نور یې پرته له محصول څخه په ډېره کمه بیه په ګاونډيو هیوادونو لکه پاکستان پلورل کېږی، له پروسس څخه وروسته په لوړ بیه له دې ډبرو څخه جوړ توکي په بهرنۍ مارکه نړیوالو بازارونو ته عرضه او له همدې پیسو د حکومت وسلوال مخالفین تمویل او تجهيزېږي، چي له یوې خوا مو هره ورځ په سلګونو هیوادوال د دې روان ناورین قرباني کېږي، له بلي خوا به مو د روخام ډبرو نړیوال بازارونه د ګاونډيو هیوادونو په مټو کي وي، چي بيرته لاسته راوړل به یې د افغان حکومت لپاره ګرانه واوسي. د دې لپاره چي د معادنونو د غیرقانوني استخراج او قاچاق مخنیوی سوی وي، اړینه ده چي اړوندي ادارې یې د مخنیوي لپاره لاري چاري وسنجوي. بهرني هیوادونو ته له قاچاق کېدونکي روخام ډبري مخنیوی وکړي او له معادنو څخه په لاس راغلې پانګه دي د هیواد د سیاسي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کي ولګوي.

بصيرالحق عادل – د پوهنتون استاد

افغانستان هغه هېواد دی چې تقريباً ټولې کېندنې پکې ناقانونه کېږي. دغلته هر څوک پر خپل سر دي. کېندنې تر ډېره زورواکي هم کوي او د کانونو له استخراج ډېر عايد ترلاسه کوي. د ناقانونه کېندنو او قاچاق په برخه کې تر ډېره نيوکه پر دولت کېږي چې تر اوسه پورې کومه ښکاره پاليسي نه لري. د کانونو وزارت په دې برخه کې ډېر مسؤليت لري، حتی ياد وزارت بايد د هغو سيمو لپاره هم پاليسي او کړنلاره لرلی چې د مخالفينو تر واک لاندې دي. ځکه کانونه او د کانونو استخراج د يو هېواد لپاره مهمه مسأله ده. د هلمند د روخام ډبره هم ډېره قاچاق کېږي. ويل کېږي چې ډېره برخه يې پاکستان وړي. څه موده وړاندې په دې اړه راپورونه هم خپاره شول چې د ورځې لسګونه موټران چې د روخام پر ډبرو بار وي پاکستان ته ځي. په دې برخه کې که دولت هم مسؤليت لري. د سيمې خلک هم دنده لري چې د کانونو په ساتنه کې برخه واخلي او په خپلسري ډول څوک پرې نه ږدي چې د افغانستان قيمتي شيان نورو هېوادونو ته په ناقانونه توګه ولېږدوي.

بسم الله پښتونمل ليکوال او ژورناليست

کانونه د افغانستان طبيعي سرمایه ده، چي د ځمک پوهانو په خبره، د دې هيواد په بېلابېلو برخو کي خورا زیات او ارزښتمن کانونه سته، خو د رواني جګړې او نه پانګوني له امله همداسي تر ځمکو لاندي پاته دي، افغان واکمن په دې هیله دي چي له جګړو وروسته که د بهرنیو هیوادونو مرستي کمېږي، نو همدا کانونه دي چي د افغانستان اړتیاوي پوره کولای سي. خو زموږ کانونه چي څومره د قانوني استخراج له اړخه ثابت پاته دي، هغومره د خپلسرو کیندونکو او وسله والو ډلو له خوا په امن نه دي، بلکي له ډېرو کلونو راهیسي کورني او بهرني قاچاقبر او مافیايي ډلي ورباندي بوختي دي. ویل کېږي د هیواد په شمالي او مرکزي ولایتونو کي شته مافیايي ډلي او ځايي زورواکي هر کال د کانونو له غیرقانوني استخراج څخه میلیونونه ډالر ترلاسه کوي، چي په وسیله یې جنګ جګړو او نورو د بې ثباتۍ پېښو ته لاره هوارېږي. بېلابېل عوامل سته چي د کانونو د خپلسري استخراج لپاره یې لاره هواره کړې ده، چي تر ټولومړی یې روان جنګ دی، ځکه اکثره په هغو سیمو کي قاچاقبر او مافیايي ډلي کیندني کوي، چي د مرکزي حکومت له واکه بهر دي او هیڅوک نسته چي د دغي ملي سرمايې ساتنه وکړي. دوهم علت یې د مرکزي دولت له خوا نه پاملرنه ده، څومره چي حکومت له ترهګرو او د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره په مبارزه کي جدي دي، د کانونو د غلو پر وړاندی نه دي او هغوی يې خپل سر ته پرې ايښي، عدلي ارګانونو ته یې نه دي معرفي کړي او سزا نه ده ورکول سوې. بې کاري او غربت هم هغه عوامل دی چي په ټيټه کچه خلک د کانونو غیرقانوني استخراج ته مجبوره کړي او د خپلي کورنۍ لپاره ورباندي نفقه پیدا کوي. د داخلي او خارجي مافیايي کړیو له خوا د بې پوښتني کانونه او ورڅخه تر لاسه کېدونکي پيسې د دې سبب سوي چي هغوی له ناامنۍ په استفاده خپله توره سوداګري چټکه او کانونه لوټ کړي. د وسله والو ډلو لخوا کانونه د عوایدو عمده سرچینه بلل کېږي، چي په خپله یا د خپلو همکارانو په وسیله یې کیندي او بهر ته يې قاچاقوي. ښايي نور عوامل هم وي چي د افغانستان دا ملي سرمایه یې له خطر سره مخ کړې ده، خو تر هغه وخته چي حکومت جدي او ملت خپلو منافعو او منابعو ته په رښتيني توګه ژمن نه سي او په ساتنه کي يې برخه وانه خلي، دا غلا به همداسي دوام وکړي او ورسره به زموږ راتلونکی ورځ تر بلي تیاره کېږي. هیله من یم چي دولت دې اساسي ستونزي او حل ته یې جدي پاملرنه وکړي.

لعل جان افغان خپلواک خبريال

دا ډېره ښه او پر ځای موضوع ده، د زابل ولايت په نوبهار او خاک افغان ولسواليو کي په غيرقانوني ډول کانونه استخراجېږي. د دې کار مخه بايد دولت ونيسي، ځکه چي له يوه طرفه اقتصادي کمزورتيا رامنځ ته کېږي او له بله پلوه دا توکي د نورو هيوادونو په نومونو باندي خرڅېږي. د غيرقانوني کيندنو لوی تاوان زموږ هيواد ته رسېږي. که وګورو، نو د ناامنۍ له کبله دا مهال په ټولو ولايتونو کي کانونه استخراجېږي او بايد مخه يې ونيول سي. دا کانونه اوس د وسله والو طالبانو په مرسته اخراج کېږي او نورو هيوادونو ته لېږلي کېږي چي دا يوه خواشينوونکې خبره ده او دولت يې بايد مخه ونیسي.

پښتون ریاض د کندهار ښار اوسېدونکی

په افغانستان کي ډېر شتمن له جرمي اقتصاده تمويلېږي، چا د مخدره توکو کاروبار ته مخه کړې او چا بيا زموږ تر ټولو لويي ملي سرمايې (کانونو) ته اړولي دي. د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کي په هيواد کي د رواني جګړې د جګړه والو د تمويل يوه غوښنه سرچينه هم همدا کانونه دي. د هيواد په ډېری هغو سيمو کي نن سبا جګړه روانه ده او ناامني ده چي هلته زموږ داسي کانونه وجود لري چي استخراج يې د لوړي کچي له تخنيکي وسايلو پرته امکان لري. بدمرغي دا ده چي د افغانستان حکومتونه نه دی توانېدلی چي خپل کانونه يا په سمه او تخنيکي او فني توګه استخراج کړي او يا يې لږ تر لږه د غيرفني او غيرقانوني استخراج مخه ونيسي او ساتنه يې وکړي. که څه هم په دې وروستيو درېيو څلورو کلونو کي د کانونو د غيرقانوني استخراج د مخنيوي لپاره څه ناڅه هڅي سوي، خو دا کافي نه دي او اړتيا ده چي پراختيا ورکړل سي. د کانونو غيرقانوني استخراج کوونکي په لوړه سطحه ملاتړي لري او دا چي په افغانستان کي جګړه ده، ځکه نو حکومت له ارادې لرلو سره سره نه دی توانېدلی چي مخه يې ونيسي. دا چي کانونه ملي شتمني ده او زموږ په هيواد کي ملي شتمنۍ او ملي ارزښتونه معمولاً ملت ساتي، نو زما هيله له خپل ملته دا ده چي هر څوک دي په خپله سيمه کي د کانونو د غيرقانوني استخراج د مخنيوي لپاره تر خپله وسه هڅي وکړي او چا ته دي اجازه نه ورکوي چي دا ملي شتمني يې لوټ کړي. طالبان چي د هيواد پر ځينو سيمو حاکميت لري، هم بايد د کانونو د غيرقانوني استخراج په مخنيوي کي خپل مسؤليت پر ځای کړي، ځکه د کانونو غيرقانوني او غيرفني استخراج د دې سبب کېږي چي افغانستان د خپل ملي اقتصاد د پياوړي کولو دا خورا لويه او بې سارې وسيله له لاسه ورکړي.

اغا ولي څارنوال – د اقتصاد پوهنځي فارغ

زما په نظر، په غیرقانوني ډول د یو هیواد خام مواد ایستل او هغه نورو هیوادونو ته قاچاق کول د هغه هیوال پر اقتصاد باندي ډېر منفي تاثیرات لري. مثلا: زموږ کاریګر بېکاره کېږي، هغه کسان چي مسلکي دي او یا غیرمسلکي دي، نو د دې لپاره باید حکومت او د هیواد وګړي د هغه مخنیوی وکړي. د یو هیواد اقتصاد هغه وخت پر پښو درېدلای سي، چي خپل خام مواد په پخوو موادو بدل او وروسته يې صادر کړي. حکومت د دې کار لپاره باید ښکاره تګلاره ولري، تر څو د کانونو استخراج دننه په هيواد کي ترسره سي او د قاچاق مخه يې ونيول سي. له بده مرغه د هلمند د روخام ډبري په څېر قيمتي ډبري اوس هم په ناقانونه توګه ګاونډي هيواد پاکستان او يو شمېر نورو هيوادونو ته په قاچاقي او خپلسري ډول وړل کېږي. که د کانونو وزارت په دې برخه کي يو پلان او پالېسي جوړه کړي، نو له يوې خوا به د ناقانونه کيندنو مخه ونيول سي او بل پلو به دلته ډېر بېکاره ځوانان پر کار سي.


ټاټوبی او خلک
t