په خوست کې د مور نړیواله ورځ له نورو سره په توپير ونمانځل شوه

په خوست کې د مور نړیواله ورځ له نورو سره په توپير ونمانځل شوه

په خوست کۍ د مور نړیوالې ورځې په مناسبت ددې ولایت د ښځو چارو ریاست لخوا د یوې ناستې پر مهال د لاسي صنایعو نندارتون پرانېستل شو او د مور په نوم یوه جاده ونومول شوه.

د خوست د رسنیو دفتر وايي، په دې اړه نیول شویو مراسمو کې چې میرمنو، مدني ټولنو استازو د ولایتي ادارې یو شمېر رییسانو ګډون کړی و.

د ښځو چارو رییسې شفیعه نورزۍ په خپلو خبرو کې میندو ته د یادې ورځې مبارکي ورکړه او ویې ویل چې دا ورځ د شهید زوی د مور او د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې او د مور درنښت او احترام په ویاړ نمانځي.

په مراسمو کې د ولایت مقام استازي او ویاند طالب منګل وویل د ولایتي ادارې مشرتابه هڅه کوي، چې د نارینه وو تر څنګ میرمنو ته هم اړین سهولتونه برابر کړي او سږ کال د جنډر آمرې او د چاپېریال ساتنې رییسه په لومړي ځل په دندو ګمارل شوي او دا ونډه به لا زیاته شي.

هغه وویل:

«میرمنې د جنګ قرباني او د سولې په رواستو او یوالي کې مهم رول لري، نو اړینه ده، لکه څنګه چې میرمنو په ملي پروسو او د تاریخ په اوږدو کې خپل مسولیتونه تر سره کړي په دې برخه کې هم کولای شي، چې خپل مسولیت او اغیزناک رول تر سره کړي.»

د ښاغلي منګل په وینا؛ په خوست کې د پخوا په پرتله میرمنې وېښې شوي او خپل مسولیتونه یې پېژندلي دي، چې له امله یې په خوست کې د نجونو زده کړو ته خاصه پاملرنه شوي.

د کار او ټولنیزو چارو رییس احسان ځدراڼ، جندر امرې اغلې نادیه باوري، د ولایتي شورا استازې اغلې نعت بي بي په خپلو خبرو کې د مور په مقام وغږیدل او له وسله والو یې وغوښتل چې نور جګړه بس کړي او د بورو، کونډ، او یتیمانو اه او فریاد ته درناوی ولري.

په دې مراسمو کې د بسوکۍ بي بي په نوم یوې مور چې زوی یې شهید شوی وو وویل:

«بدبختې جګړې مو د کورنۍ غړي شهیدان کړل او اوس د بې وزلۍ شپې ورځې تیره وو، نور موږ سوله غواړو او له جنګ ستړي یوو.»

سرچینه واي، مراسمو کې د مور د درناوي او مقام په اړه یو شمېر مقالې او شعرونه هم ولوستل شول او تر څنګ یې میندو ته د مبارکۍ کارتونه ورکړل شول او د مور د ورځې په ویاړ یې کیک پرې کړ.

له غونډې وروسته د خوست ښار د ښځو پارک تر څنګ یوه جاده د مور په نوم له نومولو وروسته د یو لړ مراسمو پر مهال پرانېستل شوه.


خوست کې د مور نړیواله ورځ
t