د نِكاح احکام او اداب/ ژباړه: مفتي عبدالولي خان

د نِكاح احکام او اداب/ ژباړه: مفتي عبدالولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور ماهر بن حَمَد المُعَيقِلي

اوله خطبه:
أما بعد:
الله تعالٰى فرمايي:
﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمُ الَّذِيْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَ بَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيْرًا وَّنِسَآءً١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِيْ تَسَآءَلُوْنَ بِهٖ وَ الْاَرْحَامَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيْبًا۰۰۱ ﴾
’’ اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، هغه چې تاسو يې له یوه نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړي دي، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په (نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى.‘‘ (النساء ۱:۴)
د اسلام امته! نن سبا د ودونو موسم دى، نو د نکاح او واده باره کې خبره کول؛ ډېره د اهميت خبره ده او په کار ده چې د قرآن او سنت احكام او اداب يې په باره کې ذکر شي، ځکه چې الله تعالی د نکاح کولو حکم کړی دی او د دې يې ترغيب ورکړی دی او دا یې د انبياء کرامو سنت او لاره ښودلې ده، الله تعالی فرمايي:
﴿ وَ لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ وَ جَعَلْنَا لَهُمْ اَزْوَاجًا وَّ ذُرِّيَّةً﴾
’’او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو.‘‘ (الرعد ۳۸:۱۳)

نکاح اسانه کړئ!

د الله په شريعت کې د نبي صلى الله عليه وسلم په ژبه حكم شوى دى چې نکاح اسانه كړئ او لاره يې ورته هواره كړئ. او شريعت له هر هغه كار او خبرې نه منع کړې ده چې د نکاح په لاره کې رَکاوټ جوړېږي او د نکاح صفاوالي ته تاوان رسوي.
ځکه چې تر ټولو غوره متاع د دنیا نېکه او صالحه ښځه ده هغه چې خاوند يې ورته وګوري، نو هغه ته پرې مَسرت او خوشالي حاصله شي او کله چې خاوند يې ورته حکم وکړي، نو هغه يې ومني او کله چې خاوند ترې پر سفر لاړ شي او ترې غايب شي، نو دا د هغه د عزت او حفاظت ساتنه وكړي.

نکاح دايمي تړون دی

نکاح يو داسې مضبوط تړون دی، عهد دی چې د دنيا په ژوند کې يې ابتدا کېږي او په اخرت کې هم جاري وي، الله فرمايي:
﴿جَنّٰتُ عَدْنٍ يَّدْخُلُوْنَهَا۠ وَ مَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَ اَزْوَاجِهِمْ وَ ذُرِّيّٰتِهِمْ وَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ يَدْخُلُوْنَ عَلَيْهِمْ مِّنْ كُلِّ بَابٍۚ۰۰۲۳سَلٰمٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِؕ۰۰۲۴﴾
’’چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى به هم (داخلېږي) چې صالح (صلاحيت لري) وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه به هم داخلېږي او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي. (او وايي به) ستاسو د صبر كولو په سبب دې پر تاسو باندې سلام وي، نو (دا) د اخرت ښه انجام دى.‘‘ (الر عد ۲۴,۲۳:۱۳)

خبرې او رويې مو سمې کړئ!

مومنانو په دې کې هېڅ شک نشته چې د ښځې او خاوند لپاره اِزدواجي سعادت او نېکمرغي ډېر اعلا هدف او مقصد دی او داسې هيله او امېد دی چې دواړه، يعنې ناوی او زلمی يې خوښوي او غواړي يې، ځکه چې په همدې سره د هغوی ژوند سمېږي او په دغه د مينې او محبت په فضا کې د هغوی اولاد رالويېږي او دا هله کېږي چې کله حُسنِ مُعَاشَرت وي، پاکيزه او ښکلی تَعامُل او برتاو وي، نرمي او رحم ومهرباني وي او همدا د رب حکم دی چې فرمايي:
﴿ وَعَاشِرُوْهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ﴾
’’او له خپلو ښځو سره په ښه طریقه ګذران كوئ.‘‘ (النسآء ۱۹:۴)
په معروف او ښې طريقې سره مُعاشرت او له دستور سره سم ژوند دا دی چې په هغې طریقې سره دې ګزران وکړی شي چې شَريعت يې ښه والی بيان کړی دی، په هغو کې يوه دا ده چې د خپلې ښځې يا خاوند سره دې ستا د خبرو انداز بايد ښکلی او په متقابل احترام ولاړ وي او ستا افعال او رويه دې پاکيزه او له مينې او مهربانۍ نه ډکه وي.

د کور په کارونو کې له یو بل سره مرسته

د خاوند او ښځې تر مينځ حُسنِ مُعَاشَرت دا هم دی چې دوی دواړه دې د دنيا او اخرت امور په ښه توګه ادا کوي او همدا د رسول الله -صلى الله عليه وسلم طریقه او تګلاره وه. په مسند أحمد کې راغلي دي چې کله له عايشې رضي الله عنها نه پوښتنه وشوه چې
ايا رسول الله -صلى الله عليه وسلم به په کور کې هم څه کار کاوه؟، نو هغې وفرمايل: هو، رسول الله -صلى الله عليه وسلم- به خپلې پڼې ګنډلې، خپلې جامې به يې ګنډلې او په کور کې به يې کار کاوه لکه څنګه چې تاسو په کور کې کارونه کوئ.
نو په ښځه او خاوند کې هېڅ يو ته مناسِب نه دي چې د خپل ژوند د ملګري خدمت کول د ځان لپاره عار او شرم وګڼي او نه دا مناسِب دي چې له خپل مسوليت نه ځان وباسي يا پر يو بل احسان زبات کړي، رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايي: “خيرُكم خيرُكم لأهلِه، وأنا خيرُكم لأهلي”(رواه الترمذي).
په تاسو کې تر ټولو غوره هغه دی چې د خپل اهل لپاره تر ټولو ښه وي او زه د خپل اهل لپاره تر ټولو غوره يم. دا ترمذي روايت کړی دی.

وخت او حالت ته ګورئ!

مومنانو! د حُسنِ مُعَاشَرَت په مَظَاهِرو او صورتونو کې يو دا هم دی چې ښځه او خاوند به د يو بل د حال رعایت او خیال ساتي او کوښښ به کوي چې د يو بل غم او تکليف لرې کړي او يو بل ته د خوشالۍ او سُرور په ورکولو کې تادي او خواري وكړي. تاسو د خَديجې رضي الله عنها عمل ته وګورئ کله چې جبريل -عليه السلام- رسول الله -صلى الله عليه وسلم ته په اول ځل راغلی و، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم کور ته راغی په داسې حال کې چې زړه يې رپېده او ويل یې: “زَمِّلُونِي زَمِّلُونِي” پر ما څادر واچوئ، ما پټ کړئ. نو خَديجې رضي الله عنها- خپل مسوليت او ذمه واري په ډېره ښه توګه پوره کړه، هغې د نبي صلی الله علیه وسلم په زړه کې اطمينان واچاوه او امن او بې خوفي يې په کې راوستله او هغه ته يې د هغه له خپل سيرت او کردار نه څو ښكلې او اطمينان وركوونكې خبرې بيان کړې چې په هغو سره نبي صلی الله عليه وسلم ته اُنس او اطمينان حاصل شو او دغه سختي پرې اسانه شوه. او هغې يوازې په دې اکتفا ونه کړه بلکې ورقه بن نوفل ته يې بوتلو چې عالم سړی و، نو هغه ورته وويل: “هذا الناموسُ الذي أَنْزَلَ اللهُ على موسى”؛ أي: جبريل عليه السلام.
دا هغه مَلَک دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام نازل کړی و.

په نفقه او اَخراجاتو کې تنګي مه راوله

او دا هم په ښکلي او پاکيزه ژوند تېرولو کې راځي چې خاوند به په نفقه او خرچه کې پر خپله ښځه تنګي نه راولي کله چې يې وس کېږي او الله ورته فراخي ورکړې وي، نو ژوند، خوراک څښاک او اوسېدنځای کې به يې له ځانه سره برابروي. الله تعالی فرمايي:
﴿ اَسْكِنُوْهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنْتُمْ مِّنْ وُّجْدِكُمْ وَ لَا تُضَآرُّوْهُنَّ۠ لِتُضَيِّقُوْا عَلَيْهِنَّ ﴾
’’تاسو دغه ښځې له خپل طاقت سره سم په هغه ځاى كې اوسوئ چې تاسو (په كې) اوسېږئ او تاسو دوى ته ضرر مه رسوئ، د دې لپاره چې تاسو په دوى باندې تنګسیا راولئ.‘‘ (الطلاق ۶:۶۵)
په خلکو كې تر ټولو زيات اولی او حقدار ستا خپل اهل او خاص خلک دي، پر دوی باندې خرچه کول د پیسو او مال ضايع کول نه دي بلکې دا خو تل پاتې کېدونکې صدقات او خيراتونه دي، نبي صلى الله عليه وسلم د دې شان ډېر لوړ بيان کړی او اجر يې څو چنده زيات ښودلی دی، په صحيح مسلم کې حديث دی چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم فرمايي: “دينارٌ أنفقتَه في سبيل الله، ودينار أنفقتَه في رقبة، ودينار تصدقتَ به على مسكين، ودينار أنفقتَه على أهلِكَ، أعظَمُها أجرًا الذي أنفقتَه على أهلِكَ”
يو دينار چې د الله په لاره كې دې انفاق كړ، يو دينار چې د مريي په ازادولو كې دې خرچ كړ، يو دينار چې مسكين ته دې وركړ، او يو دينار چې پر خپل اهل (بال بچ) دې ولګاوه، په دغو كې د اجر په لحاظ تر ټولو لوى دينار هغه دى چې پر خپل اهل و عيال دې لګولى دى.
خو په مُقابِل کې د ښځې لپاره هم جايز نه دي چې خاوند د هغه څه په رانيولو او اخيستلو مجبور کړي چې د هغه له وس او طاقت نه بهر وي، بالخصوص کله چې دغه اَخراجات په زياتي څيزونو کې راځي او په اساسي ضرورتونو پورې يې تعلق نه لري.
شریعت د اِنفاق او خرچ کولو لپاره حدونه د استطاعت مطابق مقرر کړي دي، الله تعالی فرمايي:
﴿ لِيُنْفِقْ ذُوْ سَعَةٍ مِّنْ سَعَتِهٖ١ؕ وَ مَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهٗ فَلْيُنْفِقْ مِمَّاۤ اٰتٰىهُ اللّٰهُ١ؕ لَا يُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا مَاۤ اٰتٰىهَا١ؕ سَيَجْعَلُ اللّٰهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُّسْرًاؒ۰۰۷﴾
’’د فراخۍ والا دې له خپلې فراخۍ نه خرچه وكړي او هغه څوك چې په هغه باندې خپل رزق تنګ كړى شوى وي، نو هغه دې له هغه (مال) نه څه خرچ كړي چې الله ده ته وركړى دى، الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې وركړى دى، ژر ده چې الله به له تنګۍ نه پس اساني راولي.‘‘ (الطلاق ۷:۶۵)

د ښځې مال د هغې مال دی

او دا خبره هم په عالي نفسۍ او عزت او شرف کې راځي چې خاوند به د ښځې له مال نه هېڅ شی نه اخلي مګر دا چې د هغې خوښه او رضا وي او له زړه نه يې اجازت وي. خو که خاوند غريب او حاجتمند وي او پر ښځې باندې الله تعالی فضل کړی وي او فراخي يې پرې راوستې وي، نو بيا دا هم په ښکلي او پاکیزه ګزران او ژوند تېرولو کې راځي چې ښځه په خپل دغه مال سره د خاوند مرسته او تعاون وکړي.
يو ځلې د وړوکي يا لوی اختر په ورځ رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ووتلو، خلکو ته يې وعظ او نصيحت وکړ او ورته يې وفرمايل:
“يا معشرَ النساءِ، تَصَدَّقْنَ؛ فإني رأيتُكُنَّ أكثرَ أهلِ النارِ”
ای ښځو تاسو خيراتونه کوئ، ځکه چې ما ستاسو اکثرې په اور کې ليدلي دي. بيا چې کله کور ته راغی، نو زينب د ابن مسعود -رضي الله عنهما ښځه راغله او ويې ويل: ای د الله نبي! تاسو د صدقې حکم وکړ، له ما سره څه کالی او زيورات دي، ما اراده وکړه چې هغه خيرات کړم، نو ابن مسعود وويل چې پخپله هغه او د هغه اولاد د دغې صدقې تر ټولو زيات حقدار دي، نو نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: “صدَق ابنُ مسعودٍ، زوجُكِ وولدُكِ أحقُّ مَنْ تصدقتِ به عليهم”
ابن مسعود رښتيا ويلي دي، ستا خاوند او اولاد د دغې صدقې تر ټولو زيات حقدار دي.
په بل روايت کې داسې دي چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم وفرمايل: “نَعَمْ، لها أجرانِ، أجرُ القرابةِ وأجرُ الصدقةِ”
هو د هغې لپاره دوه اجره دي: يو د قَرابت اجر او بل د صدقې اجر . دا بخاري او مسلم روايت کړی دی.

پر يو بل باور کوئ!

ای خاوندانو! د حُسنِ مُعاشرت په اهمو خصلتونو کې يو دا دی چې ښځه او خاوند به پر یو بل اعتماد او باور لري.
په معتدل غيرت لرلو کې څه باک او حرج نشته بلکې دا خو د مُرَوَّت او عزت خبره ده او د مينې او محبت نښه ده، په صحیح حديث کې راځي چې الله هم غيرت کوي او مومن هم غيرت کوي.
خو په غيرت کې افراط کول او له حده وتل نه دي صحیح، یعنې هغه غيرت چې خبره بدګمانۍ ته رسوي چې بيا د هرې پاکې خبرې هم غلط او ناسم تعبير او تاويل کېږي، هر معمولي حرکت ته هم د شك په سترګه كتل كېږي او ناسم بيان يې کېږي چې د ژوند خوږوالی بدرنګوي او د کورني ژوند دغه ښکلی عمارت نړوي،
علي -رضي الله عنه وايي: “لا تُكْثِرِ الغيرةَ على أهلِكَ فتُرمى بالشرِّ من أَجْلِكَ”. ته پر خپل اهل د غيرت کَثرت مه کوه، ګنې نو پر هغې به ستا په وجه د شر او بدنامۍ الزام ولګي.

د یو بل رازونه مه اِفشا کوئ!

د الله بنده ګانو! دا هم په حُسنِ مُعاشرت کې راځي چې د خپل کورني ژوند، يعنې د ښځې او خاوند اَسرار پټ وساتل شي، ځکه چې د ښځې او خاوند ترمينځ تعلق دا د انسان او د ده د خپل ځان ترمينځ تعلق دی، لکه الله تعالی فرمايي:
﴿ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَاَنْتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ﴾
’’هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ.‘‘ (البقرة ۱۸۷:۲)
نو د ښځې او خاوند ترمينځ اَسرارو باره کې شريعت حکم کړی دی چې دا به پټ ساتلی شي او د دغو نشرول او خورول لوی خيانت دی چې دغه انسان به د قیامت په ورځ په بدترينو خلکو کې شامل وي، په صحيح مسلم کې حديث دی چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: “إنَّ مِنْ أشرِّ الناسِ عندَ اللهِ منزلةً يومَ القيامةِ الرجلَ يُفْضِي إلى المرأةِ، وتُفْضِي إليه ثم يَنْشُرُ سِرَّهَا”.
يقيناً چې د الله تعالی په نيز د قیامت ورځ د درجې په لحاظ په بدترينو خلکو کې هغه کس هم دی چې له خپلې ښځې سره ميلاوېږي او ښځه له هغه سره ميلاوېږي بيا دی راپاڅېږي او د هغې رازونه بربنډوي او خوروي يې.

اساني کوئ!

په ښه برتاو او تعامل کې دا هم راځي سړی به له خپلې ښځې سره اساني کوي او هغه څه به ورته وړاندې کوي چې هغه پرې خوشالېږي او سعادت ورته حاصلېږي. څوک چې د نبي صلى الله عليه وسلم په سيرت کې غور وکړي سره له دې چې پر هغوی د نبوت لوی مسوليت او ذمه واري هم پرته وه؛ نو دغه انسان به د هغه په سيرت کې ډېر داسې مَظاهِر وويني چې هغه له خپلو بيبيانو سره اساني کړې ده او هغوی ته يې راحت او ارام رسولی دی.
په مسند احمد کې له عايشې رضي الله عنها نه روايت راغلی دی، هغه وايي: زه له نبي صلى الله عليه وسلم سره په يو سفر کې لاړم، په هغه وخت کې زه وړه جينۍ وم، وزن مې ډېر نه و، نو نبي صلی الله علیه وسلم خلکو ته وويل چې تاسو مخکې لاړ شئ، خلک مخکې لاړل، بيا يې ما ته وويل: راشه چې د منډې مقابله وکړو، نو ما ورسره د منډې مقابله وکړه، زه ترې مخکې شوم، هغه خاموش شو، بيا چې زما وزن زيات شو او غوښه مې واخيستله او دا خبره هم رانه هېره وه، بيا ورسره په يو سفر کې لاړم، بيا يې خلکو ته وويل چې تاسو مخکې لاړ شئ، خلک مخکې لاړل، نو ما ته يې وويل: راشه چې د منډې مقابله وکړو، نو ما ورسره منډه ووهله خو هغه را نه مخکې شو او مقابله يې له ما نه وګټله، نو په خندا شو او راته يې وويل: دا د هغه مقابلې په بدل کې شوه.

خپلې ښځې ته د هغې د حسن او استعداد ستاينه هم کوه
ای مبارک خاونده! د خپلې ښځې د زينت، ښايست، پَخْلِي، استعداد او لباس ستاينه او تعریف کول د هغې زړه ته د ننوتلو چابي ده او د هغې د مينې لاره ده. او دا خبره هم ياده لره چې څوک اصيل او عزتمن وي د هغه زړه به نرم وي. نو ته د خپلې ښځې لپاره داسې شه لکه څنګه چې ته غواړې چې هغه تا لپاره هغه شان شي، ځکه چې هغه هم په تا کې هغه څه خوښوي لکه څنګه چې ته يې ترې خوښوې. ځکه چې په مصنَّف ابن أبي شَيبه کې دي چې ابن عباس -رضي الله عنهما وايي:
زه خوښوم چې د خپلې ښځې لپاره زينت اختيار کړم لکه څنګه چې زه خوښوم چې هغه زما لپاره زينت او ښايست اختيار کړي، ځکه چې الله تعالی فرمايي:
﴿ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِيْ عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ﴾
’’او د دستور مطابق د هغو (ښځو) لپاره (په خاوندانو باندې حقونه) دي.‘‘ (البقرة ۲۲۸:۲)

خاوند او ښځه دې يو بل ته د مينې اظهار هم کوي

دا هم په ښکلي کلام او حُسنِ مُعاشرت کې راځي چې ښځه خاوند يو بل ته د خپلې مینې اظهار وکړي او له قول او وینا سره په فعل او عمل سره هم مينه او محبت يو بل ته ثابت او څرګند کړي، په بخاري او مسلم کې دي چې کله له رسول الله -صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چې په خلکو کې تاسو ته تر ټولو زيات محبوب څوک دي؟ ويې فرمايل: عايشه. او له عایشې رضي الله عنها نه روايت دی، هغه وايي چې ما به اوبه وڅښلې په داسې حال چې زه به حايضه وم، بيا به مې پاتې اوبه نبي صلی الله عليه وسلم ته ورکړې، نو هغه به پر هغه ځای خوله کېښودله او اوبه به يې څښلې چې ما به ترې اوبه څښلې وې، همدارنګه ما به له هډوکي نه څه غوښه وخوړله، بيا به مې نبي صلی الله صلی الله علیه وسلم ته هغه هډوکی ورکړ چې څه غوښه به پرې لا پاتې وه، نو نبي صلی الله علیه وسلم به پر هغه ځای خوله ايښودله چې ما به پرې ايښې وه. او نبي صلی الله عليه وسلم به زما په غېږ کې تکيه وهله، حال دا چې زه به حايضه وم او نبي صلی الله علیه وسلم به قرآن تلاوت کاوه. دا مسلم روايت کړی دی.

د يو بل پر کوتاهيو سترګې پټوئ!

بيا په دې خبره هم پوه شئ ای خاوند او ښځې! تاسو چې هر څومره کوښښ وکړئ چې ښه معاشرت او ژوند تېر کړئ خو بیا به هم څه كميانې او تېروتنې موجودې وي او څه نا څه اختلافات به هم پېښېږي، نو په کار ده چې دواړه يو بل ته معافي او ګزشت کوي او د کميو او کوتاهيو يو بل ته بښنه او معافي کوي، ځکه چې څوک چې د هرې وړې خبرې حساب کتاب کوي له هغه نه به هر څه پاتې شي.
په ياد لرئ چې د ښځې او خاوند ترمینځ ښه اخلاق د ايمان نښې او علامات دي، نو تر ټولو کامل مومن هغه دی چې اخلاق يې تر ټولو ښه وي او پر خپل اهل ډېر مهربانه وي، نو پر ښځه او خاوند لازم دي چې د کورني ژوند د اعلا مقاصدو خیال وساتي، له يو بل سره دې په نېکۍ او تقوا کې مرسته کوي، د يو بل په پاک لمنۍ کې دې مرسته کوي او د الله تعالی دا قول دې همېشه یاد لري چې فرمايي:
﴿ وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ ﴾
’’او په خپل مينځ كې احسان كول مه هېروئ.‘‘ (البقرة ۲۳۷:۲)

د جګړو د ختمولو نسخه

پر دواړو لازم دي چې له يو بل سره دې د غصې په وخت کې خبرې نه اوږدوي او نه دې پر هغه کار ټینګ ودرېږي چې د بل ناخوښ وي بلکې دا پرې لازم دي چې د خير او غوره والي نور اړخونه دې په پام کې ونيسي او هغو ته دې وګوري او که داسې وکړي، نو خامخا به په خپل ملګري کې دغه ښېګړې او پخوانۍ نېکۍ وويني. سړي بايد د دې خبرې ډېر خيال وساتي، ځکه چې په صحیح مسلم کې راځي چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايلي دي: “لا يَفْرَكْ مؤمنٌ مؤمنةً هېڅ مومن سړی دې له خپلې مومنې ښځې نه نفرت نه کوي، که د هغې يو خوی يې ناخوښه وي بل خوی به یې خامخا خوښ وي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم په عظيمو اخلاقو کې دا هم راځي چې هغه به د خپلو ښځو په ځينو خبرو صبر کاوه، په صحيح البخاري د ابن عباس -رضي الله عنهما روايت دی چې په دغو بيبيانو کې به ځينو له هغه سره ټوله ورځ خبرې اترې نه کولې.
نو تاسو د ښځو باره کې د ښېګړو وصيت قبول کړئ، ځکه چې دوی ستاسو په ذمه وارۍ كې دي، نو تاسو د هغوی حقونه ادا کړئ او هغوی ته عزت او احترام ورکړئ لکه څنګه چې تاسو ته نبی صلی الله علیه وسلم وصيت او حکم کړی دی.

تقوا هم غوره کړئ!

او ای خاوندانو! اصل دا دی چې کورنی ژوند د الله پر تقوا ولاړ دی، ځکه نو الله تعالی په سورت طلاق کې د ښځې په معامله کې خاوند ته د تقوا او لا زياتې تقوا ترغيب ورکړی دی، نو چا چې د الله حکم ومانه او عمل يې پرې وکړ الله به ترې ګناهونه ورژوي، اجر به ورزيات کړي، په کارونو کې به ورته اساني راولي، له مشکلاتو نه د وتلو لاره به ورته پرانیزي او له هغه ځایه به ورته روزي ورکړي چې د ده به ګمان هم نه وي.
او په خبره کې له الله نه څوک زيات رښتينی دی او په کلام کې له الله نه څوک زيات رښتیا ويونکی دی!
او کله چې نيتونه سم وي او نفسونه نېکيو ته مخکې والى او تادي کوي او خپل واجبات او ذمه وارۍ پوره کوي، نو بيا سعادت او نېکمرغي عامه کېږي او توفيق حاصلېږي او څوک چې تل دعا غواړي او يوازې په الله پورې امېد تړي، نو الله به يې کله هم ناامېده نه کړي او نه به یې نامراد کړي او د دې باره کې د الله په کتاب کې راغلي دي چې د زکريا عليه السلام په واقعه کې ذکر دي، الله فرمايي:
﴿ فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ١ٞ وَ وَهَبْنَا لَهٗ يَحْيٰى وَ اَصْلَحْنَا لَهٗ زَوْجَهٗ١ؕ اِنَّهُمْ كَانُوْا يُسٰرِعُوْنَ فِي الْخَيْرٰتِ وَ يَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّ رَهَبًا١ؕ وَ كَانُوْا لَنَا خٰشِعِيْنَ۰۰۹۰﴾
’’نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه ته یحيٰى عطا كر او د هغه لپاره مو د هغه ښځه روغه كړه، بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو.‘‘ (الأنبياء ۹۰:۲۱)
نو ای ښځې او خاونده! تاسو په خپل مينځ کې صله رحمي کوئ، تعلق مو مضبوط ساتئ، له رحمن الله سره مو تعلق قایم ولرئ، نو الله به ستاسو په مینځ کې تعلق مضبوط ولري، ځکه چې ډېر داسې ګناهونه دي چې خوشاله او نېکمرغه خاندانونه يې سره جدا کړي دی او څومره داسې ګناهونه شته چې ژوند يې تريخ کړی دی، الله فرمايي:
﴿ وَ مَاۤ اَصَابَكُمْ مِّنْ مُّصِيْبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ اَيْدِيْكُمْ وَ يَعْفُوْا عَنْ كَثِيْرٍؕ۰۰۳۰﴾
’’او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي او ډېر (ګناهونه) خو معاف كوي.‘‘ (الشورٰى ۳۰:۴۲)
څوک چې نېکمرغه ژوند غواړي، نو د الله پر دې قول دې عمل وکړي:
﴿ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنْثٰى وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهٗ حَيٰوةً طَيِّبَةً﴾
’’چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند.‘‘ (النحل ۹۷:۱۶)
الله دې ما ته او تاسو په قرآن او سنت سره برکت راکړي او ما او تاسو ته دې د هغو په ایتونو او حکمتونو سره نفع راکړي.
زه پر همدې خبرو اکتفا کوم او له الله نه د ځان او تاسو ټولو لپاره د هرې ګناه بښنه دعا غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ، يقيناً هغه ډېر بښونکی، بې حده رحم کوونکی دی.

دويمه خطبه 
اما بعد:
ای مومنانو! په کورني ژوند کې سکون او راحت ډېر لوی نعمت دی چې اندازه يې په صحیح توګه څوک نشي لګولی مګر هغه څوک چې له دغه نعمته محروم دی، قرآن کريم د دې نعمت د عظيم والي اعلان او بيان کړی دی، الله تعالی فرمايلي دي:
﴿وَ اللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْۢ بُيُوْتِكُمْ سَكَنًا ﴾
’’او الله تاسو لپاره ستاسو كورونه نه د سكون ځایونه جوړ كړي دي.‘‘ (النحل ۸۰:۱۶)
د الله بنده ګانو! دغه سکون هغه راحت، استقرار او ملګرتيا ده چې پر مینه او مهربانۍ ولاړه ده، په دې سره روح خوشالېږي او جسم ته ارام رسېږي له هغه چا سره چې زړه ورسره مينه ساتي او او له هغه سره راحت محسوسوي او د هغه پر خبرو انس او بشاشت او تازګي لټوي.
په کار ده چې په دې خبرو دې هم موږ پوه شو ای مومنانو چې کورنی ژوند يوازې په مینه هم نه دی ولاړ بلکې له مينې او محبت سره سره په مهربانۍ او رحم هم ولاړ دی، بلکې همدغه محبت ورځ تر بلې زياتېږي او چې څومره عمر زياتېږي او د ښځې او خاوند ترمینځ حُسنِ مُعاشرت وي، نو بيا الله پاک د ښځې او خاوند ترمينځ مهرباني، شفقت او رحم پيدا کوي او سرور او سعادت ورته وربښي. نو حسنِ معاشرت او د حقونو ادا کول د خاوند او ښځې ترمینځ د مینې او رحمت د پيدا کېدو ضامن دي. د امام بخاري په تاريخ کبير کې راغلي دي چې د عمر رضي الله عنه په زمانه کې یو سړي خپلې ښځې ته وويل: زه تا ته د الله قسم درکوم، ايا ته له ما سره مینه لرې، هغې ورته وويل: اوس چې دې قسم راکړ، نو واوره چې نه يې درسره لرم. سړی لاړ او عمر رضي الله عنه ته ورغی او شکايت يې وکړ، هغه، دغه ښځه راوغوښتله او ورته ويې ويل چې تا خاوند ته ويلي دي چې زما له تا سره مینه نشته، هغې ورته وويل: أميرَ المؤمنينَه، ده ما ته د الله قسم راکړی و، نو ايا ما به دروغ ويل؟ هغه ورته وويل: هو، تا به ورته دروغ ويلي وو، ځکه چې ټول کورونه په مينې نه دي اباد او نه په مینه قایم دي بلکې خلک له یو بل سره د اسلام او نېکۍ په اساس ژوند تېروي او ګوزران کوي.
او الله تعالی رښتیا ویلي دي چې فرمايي:
﴿ وَ مِنْ اٰيٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَيْهَا وَ جَعَلَ بَيْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّ رَحْمَةً١ؕ اِنَّ فِيْ ذٰلِكَ لَاٰيٰتٍ لِّقَوْمٍ يَّتَفَكَّرُوْنَ۠۰۰۲۱﴾
’’او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه، ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي.‘‘ (الروم ۲۱:۳۰)

نېټه: ۱۱ شوال، ۱۴۴۰ هجري، ۱۴ جون، ۲۰۱۹ م


اسلام، د نکاح اداب
t