لښکرګاه کې ۲۰۶ نارینه اوښځي له حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

لښکرګاه کې ۲۰۶ نارینه اوښځي له حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د مرسي کور افغانستان یا MC موسسې له لوري یاد شمېر ځوانانو او میرمنو ته په بېلابېلو برخو کي د زده کړو زمینه برابره کړې وه، چي نن يې د فراغت مراسمو کې هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان هم ګډون کړی وو.

په یادو حرفوي زده کړو کي خیاطي ، نجاري، د موټرسیکل او موبايل ترميم او همداشان د کمپیوټر زده کړي شاملې وې چي ۵۷ ښځې او ۱۴۹ نارینه کسان ترې فارغ شول.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د خبرو پرمهال وویل: هغه مرستندویه بنسټونه چي ځوانانو ته په تعلیمي او ښوونیزو برخو کي کار کوي او د حرفوي زده کړو زمینه ورته برابروي فعالیتونه يې د ستایني وړ دي خو دا بسنه نه کوي باید ډېر دغه ډول پروګرامونه په لاره واچول شي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: ځوانانو ته باید د کار او سالم مصروفیت په پیداکولو کي ډېر کار وشي او کوم ځوانانو چي د MC موسسې له زده کړو فارغ شوي باید په ښار او ولسوالیو کي ترې ګټه پورته کړي او خپل زده کړي کسبونه پیل کړي او د کورنۍ اړتیاوي پرې پوره کړي.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: چې د ولايت مقام له لوري هم د توحید ټولنیزو او پراختیايي موسسې په همکارۍ په لښکرګاه، نهرسراج، نادعلي او ناوې ولسواليو کې ۲۰۰ د شهيدانو کورنيو ته د حرفوي زده کړو بهير پېلېږي.

د کار او ټولنیزو چارو ریئس صديق الله خالقي وويل: ډېر دغه ډول نور پروګرامونه يې هم جوړ کړي چي پر مهال يې په سلګونه ځوانان نارینه او ښځو ته حرفوي زده کړي ورکړل شوي او اوس يې د کورنۍ اقتصادي وضیعت هم ښه شوی او خپل اړوند مسلکونو کارونه يې پیل کړي.

د MC موسسې ولایتي مشر د خبرو پرمهال وویل: د تعلیمي او حرفوي زده کړو ته به دوام ورکړي ترڅو ټولو بېوزله او بیځایه شوي کورنۍ چي ځوانان يې بیکاره ګرځي او کوم مسلک يې نه وي زده هغوی ته به تر زده کړو وروسته امکانات برابر کړي ترڅو له اقتصادي ستونزو خلاص شي.

د غونډي یو شمېر ویناوالو هم د خبرو پر مهال دا ډول زده کړي مهمي وبللي چي په دې سره هره کورنۍ کولای شي چي خپل اولادونه ور ولېږي او په مختلفو مسلکونو کي يې وروزي.
د حرفوي او تعلیمي زده کړو یادو ۲۰۶ تنو فارغینو ته د بري لیکونو ترڅنګ د خپل مسلک او حرفې اړوند ټول اړین توکي هم ورکړل شول.



t