نن د وچکالۍ پر ضد د مبارزې ورځ ده؛ افغانستان هم وچکالۍ ځپلی

نن د وچکالۍ پر ضد د مبارزې ورځ ده؛ افغانستان هم وچکالۍ ځپلی

افغانستان يو له هغه هېوادونو دی چې وچکالي پکې لوی ګواښ دی، دغلته ډېرې سيمې وچکالۍ ځپلي دي چې په نړيواله کچه يې اندېښنې راپورته کړي دي.

د جون ۱۷مه په ټوله نړۍ کې د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

که څه هم سږ کال د افغانستان په ګڼو سیمو کې ورښتونه شوي، خو لا هم په ځینو سیمو کې د وچکالیو خطر موجود دی.

جوزجان یو له هغو سیمو دی چې مالداران یې له وچکالیو اندېښمن دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، دغلته د وچکالۍ له امله خلکو مالدارۍ ختمې کړې او ډېری ځمکې شاړې شوې.

خو په يو شمېر ولايتونو کې سږنيو ورښتونو د وچکالۍ د ختمېدو هيلې ډېرې کړې دي او کروندګر خوښ دي چې کال به اوبه وي.

مخکې د افغانستان د افغانستان د کرنې وزارت ویلي چې په زیانمنونکو سیمو کې یې د مالدارانو د زیانونو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.




t