د انسان شخصیت او روانشناسي

د انسان شخصیت او روانشناسي

د انسان شخصيت له دريو سيستمونو څخه جوړ دی .

۱- ايډ .
۲- ايګو .
۳- سوپر ايګو .

هر هغه انسان چې له روانې اړخه روغ او جوړ وي دغه درې واړه سيستمونه يې په يو همغږي سره فعاليت کوي .
خو برعکس که د انسان دغه درې واړه سيستمونه په غير اتحاد سره فعاليت کوي او يو له بل سره په ټکر کې واقع کيږي نو په دغه حالت کې انسان له روانې ناروغي سره مخ وي .

۱- اېډ :

اېډ په بدن کې ټول د داخلي او خارجي تحريک په وجه په بدن کې را پيدا شوي ټنشن رفع کول‌ غواړي، يعني اېډ د لذت يا خوند اخيستلو اصل دی .

مثلآ کله چې انسان جنسي تحريک شي تر هغې پورې چې ارضا نشي نو د اېډ سيستم به نا کراره وي .

يا هم کله چې انسان وږی شي نو تر هغې چې خواړه
و نخوري او موړ نه شي د اېډ سيستم به نارامه وي .

اېډ سيستم اخلاق، ارزښتونه، منطق او استدلال نه مني بلکې د لذت له اصل سره په رابطه کې يوازې د غريزې غوښتنو ارضا کول غواړي او تل خپل ماشومانه خوی ساتي ټنشن نشي ساتلای سملاسي رفع کول غواړي اېډ فوري عمل غواړي، عقلاني ، اجتماعي، فرهنګي او قانوني هيڅ اصل ورته ارزښت نلري يوازې د خوند اخيستلو تږی دی .

پوهاند « کالوين اس هال» په خپل اثر کې ليکي چې
( اېډ يو سمندر دی ځکه چې د سمندر په څير هر څه لري او له ځانه بهر هيڅ شی نه مني، تخيل ، خيال پلؤ او خوبونه
د ايډ جادويي ځواک دي )

دا د انسان کار دی چې څنګه د ايډ غوښتنه پوره کوي او له ټنشن څخه ځان ساتي ، دا هغه سيستم دی چې لاس مو ورته نه رسیږي .

يوازې هغه وخت ليدلي شو چې يو څوک په يو غير عقلاني عمل لاس پورې کوي، مثلآ يو څوک جنسي تيری کوي يا غلا کوي يا يو څوک غولوي په دغه وخت کې پوهيږو چې شخص د ايډ تر تاثیر لاندې دی .

اېډ سيستم د هرې پروسې لپاره دوه لارې لري لومړۍ دا چې خپله غوښتنه په عمل کې يا په خيال کې پوره کوي دوهم دا چې ايډ ايګو ته تسلیم شي چې په دې صورت کې ټنشن
د دې پرځای چې سملاسي رفع شي ګټور پریوزي .

لیکنه: ادریس صمیم


معلوماتي، روانشناسي
t