بالا کرزی: محصلين دې د افغان کلتور د ودې لپاره کار وکړي

بالا کرزی: محصلين دې د افغان کلتور د ودې لپاره کار وکړي

لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون محصلانو اتحادیې له غړو سره په لیدنه کې، محصلان په اکاډمیک چاپیریال او ټولنه کې یوالي او خلاقیت ته وهڅول او هغوی ته د تحصیلي خدمتونو زیاتوالي په اړه یې د لوړ زده کړو وزارت پر راتلونکو پروګرامونو معلومات ورکړل.

لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي له محصلانو وغوښتل چې د ملي شخصیتونو په توګه د افغاني کلتور د ودې لپاره په ګډه کار وکړي او په پوهنتونو کې د ورورولۍ او دوستانه فضا رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

«نوموړي زیاته کړه لوړو زده کړو وزارت ټول فعالیتونه یوازې د هېواد لپاره د متخصصو او پیاوړي کادرونو روزل دي او موږ هڅه کوو چې د نوي تحصیلي نصاب معیاري کولو، تقنیني اسنادو رامنځته کولو او بېلابېلو علمي پروګرامونو له لارې پوهنتونو کې یو مصئون او له هر ډول تعصب څخه پاک اکاډمیک چاپیریال برابر کړو.»

عبدالتواب بالاکرزي وویل د لوړو زده کړو وزارت نویو طرحو پر بنسټ پوهنتونونه د علمی تولید پر لور ګامونه پورته کوي او بازار له غوښتنو سره سم به افغان کادرونه وروزي.

«هغه زیاته کړه د معلوماتي ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې یې نوي تدریسي سېستمونه په پام کې نیولي چې له امله به یې افغان ځوانان وکولی شي د سیمې او نړۍ په کچه علمي رقابتونو کې خپلې وړتیاوې ثبت کړي.»

لوړو زده کړو وزارت سرپرست د محصلانو اتحادیې غړو د نظریاتو او وړاندیزونو د اوریدو ترڅنګ وویل: په پوهنتونو او لیلیو کې د محصلانو د ستونزو د معلومولو او حل په موخه منظمې لیدنې پیل کړي او محصلانو ته د خدمتونو پیاوړتیا لپاره به لازم پروګرامونه طرح کړي.

په دغه لیدنه کې د کابل پوهنتون محصلانو اتحادیې غړو په خپل وار سره د اتحادیې پر فعالیتونو او د محصلانو پر وړاندې شته ستونزو په اړه لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته هر اړخیز معلومات ورکړل او خپلې غوښتنې یې له نوموړي سره شریکې کړې.



t