د ریال ماډریډ نوي ځوانو لوبغاړو د لالیګا لیګ اتلولي خپله کړه

د ریال ماډریډ نوي ځوانو لوبغاړو د لالیګا لیګ اتلولي خپله کړه

د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي نوي ځوانانو د بارسلونا فوټبال نوي ځوانانو ته په پایلوبه کي ماتي ورکړه او د لالیګا لیګ ددې پړاو اتلولي ئې خپله کړه.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي په پایلوبه کي د ریال ماډریډ یادو نوي ځوانو لوبغاړو ۱ ګول پر ۰ د بارسلونا نوي ځوانو لوبغاړو ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره ئې د ۲۰۰۰م کال څخه راوروسته د ځوانانو ترمنځ د لالیګا لیګ اتلولي خپله کړه.

ریال ماډریډ په دې اتلولۍ سره بارسلونا ته اجازه ورنکړه، چي د دریم ځل لپاره په پرلپسې ډول په دې لوبو کي لومړی مقام خپل کړي.

دا د نوي ځوانانو ترمنځ د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۲۶م پړاو لوبي وې.

په دې لیګ کي د ګډونوالو لوبډلو هغه لوبغاړي لوبیږي، چي د دوی په خپلو شخصي اکاډومیو کي ورته د فوټبال زده کړي ورکول کیږي.

صابر حمیدي



ورزش، ریال مادرید
t