د عامر سره د نه لیدو له امله؛ یو مینوال یي د ځان وژني هڅه وکړه

د عامر سره د نه لیدو له امله؛ یو مینوال یي د ځان وژني هڅه وکړه

د بالیووډ د تکړه او نوموتي سېنمايي ستوری عامر خان یو مینوال د دې له امله د ځان وژني هڅه وکړه چي د عامرخان د امنیتي ساتونکو له لوری د عامرخان سره د لیدو لپاره هغه ته نه و ورپری ښودل سوی.

دوه ورځي مخکي د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری عامر خان د دفتر مخي ته یوه داسي پیښه رامنځته سوه، چي یو کس د ځان وژني هڅه کوله، دا پیښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د قاسم په نوم ۳۳ کلن کس چي د هند د کرناټکا ریاست د بیغلوم ښار یو اوسیدونکي د عامر خان سره د لیدو هڅه کوله، خو د هغه د امنیتي ساتونکو له لوری یي مخنیوي وسو او هغه یي د عامر سره د لیدو لپاره ورپري نه ښود، چي ورورسته یاد کس د جیب یو بوتل راکاږي او هغه يي وڅښه او یاد کس د نیولو وروسته پولیسو ته وسپارل سو.

پولیسو رسنیو ته ویلي دي چي یاد کس ورته وویل، چي هغه یوازي غوښتل د عامر خان سره د هغه د خېریه موسیسې این جي واټر بنسټ په هکله خبري وکړي، خو د ډېرو هڅو وروسته بیا ونه توانید، نو ځکه يي د ځان وژني هڅه وکړله. پولیسو زیاته کړی چي د یاد کس روغتیايي حالت ښه دی او خپلي کورنۍ ته یي سپارلی دی.

پاته دي نه وي چي د بالیووډ د ستورو مینوال بیخي زیات دي او ځیني بیا په کي داسي کسان هم پیداکېږي چي خپل ځان او یا نورو ته تاوان رسوي. په دي هکله د بالیووډ یو بل سېنمايي ستوری شارخ خان د (فین) مینوال په نامه یو فلم جوړ کړي دي چي په کي دا ښودل سوي، چي څنګه د هغه تر ټولو لوی مینوال د هغه دښمن جوړيږي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t