په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/څلور دیرشمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/څلور دیرشمه – برخه

کله چې المنتصر خلیفه شو، نو دربار کې یو تعداد ترکي سردارانو د ویری احساس وکړ او هغه ویره دا وه چې لاهم معتز او مويد ولیعهدین دي که سبا د خلیفه سترګې پټی شي امکان دی ولري چې معتز خلیفه شي او مونږ سره حساب وکړي. د همدی ویری په سبب ترک سرداران هریو احمد بن خصیب، بغا او وصیف یو ځای شول ترڅو په خلیفه فشار راوړي چې ولیعهدان خلع کړي او پر ځای یې خپل ځوی(عبدالوهاب) ولیعهد و ټاکي.
دا فشارونه دومره ډیر شول چې د خلافت په ۴۰ ورځ النتصر خپل ورونه معتز او مويد خپل دربار ته راوغوښت او دواړه یې د ماڼۍ په یو کنج کې بندیان کړل.
بیا د خلیفه استازي راغلل او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې له ولیعهدی لاس پر سر شي چې دا خبره موید ومنله خو معتز حاضر نه و، ویل یې زه تر مرګه دا کار نه کوم.
استازو دا کیسه یې هو به هو خلیفه ته وکړه، بیا بیرته راغلل او معتز یې کوټه قلفی کې واچول.
لدی خبری موید خبر شو او ورغی خپل ورور ته یې وویل:
و نادانه ته خبر نه یې چې دوی زموږ پلار سره څه وکړل ژرشه خپل ځان خلع کړه.
هغه ورته وویل اوس ټوله دنیا له ولیعهدی خبر دی څنګه دا کار وکړم؟
موید وویل: پلار دی هم همدا مقام وواژه تا هم وژني، دی خبری سره معتز حاضر شو.
د خلیفه استازي چې خبر شول لاړل او خلیفه ته یې وویل چې دواړو ورونو خپله خلع ومنله.
او له یو څه ځنډ وروسته خپل انصراف لیک یې پدی ډول په یوی سپینی پاڼی کې ولیکل:
زه عاجز او کمزوری یم نشم کولای چې ولیعهدي قبول کړم ځکه چې لیاقت یې نلرم له منتصر نه هیله کوم چې زما خلع ومني.
له هغه وروسته دواړه د خلیفه حضور ته وغوښتل شول او خلیفه تری پوښتنه وکړه:
آیا دا لیک ستاسی دی؟
هغوی ویل هو.
دا پوښتنی د درباریانو مخکی خلیفه وکړی، کله چې هغوی رخصت شول خلیفه خپلو ورونو ته وویل که ما دا کار نه وایی کړی دوی(اشاره ترک سردارانو ته) تاسی وژلی.
بیا زه څه وکړم ستاسی قاتل قصاص کړم، چې بیا دا ټول سرداران هم قصاص کړم ستاسی د یوه د تن وینی سره برابره نده.
لدی وروسته دواړه ورونه د خلیفه لاسونه مچی کړل.
دربار هم د خلع خبر نورو سیمو ته ورکړ خو د بل ولیعهد د ټاکلو موضوع مخی ته نشو.
ابن اثیر لیکي:
کله چې المنتصر ناروغه و نو خوب یې ولید چې پلار یې متوکل په خوب کې ورته وایی:
افسوس پر تا زه دی ووژلم خلافت دی رانه په زوره واخیست، قسم په خدای یو څو ورځی به ژوندی یې بیا به دی دوزخ ځای وي.
وی چې کله له خوبه ویښ شو ډیر یې وژړل.
عبدالله وایي(چا ته چې خپل خوب خلیفه ویلي و) ما ورته وویل چې خوب خوب دی تصدیق او تکذیب کیدایشي نو که خوښه دی وي چې لږ میله او مستي درته تیار کړم.
خلیفه وویل تیار یې کړه هرڅه تیار شو خو نوموړی ترمرګه افسرده او پریشانه و.
ندوي د مسعودي په حواله لیکې:
کله چې نوموړی ناروغه شو نو طبیبانو په نښتر تداوی کولو چې مړ شو او د مړینی علت یې هم زهرجن شوی نښتر و.
چې شاید عمدآ دا کار شوی وي.
دلته بیا دا خبره کول غواړم چې المنتصر کوم ولیعهد نه و نوماند کړی، نو چې کله ومړ پر خلافت کشمکشونه پیل شول او ترک سردارانو(بغاکبیر، اتامش او احمد بن خصیب) د معتصم بالله لمسی احمد ملقب په المستعین په ۲۴۸ هجري کې خلیفه وټاکه چې دی سره د خلکو یو لوی بغاوت پیل شو خو بغا کبیر په ډیر مشکله بغاوت ارامه کړ او د المستعین لپاره یې بیعت واخیست.
انځور د خلیفه المستعین (سکه) دینار

اکبر شیر



اسلام خلافت او واک انتقال
t