په خالي معده کېله ونه خورئ! عزت الله ذکي

په خالي معده کېله ونه خورئ! عزت الله ذکي

عزت الله ذکي

د فرويندين په نوم يوې آلمانۍ مجلې خپلو لوستونکو ته لارښوونه کړې، چي په خالي معده کېله ونه خوري.

دغي مجلې راپور ورکړی، دا چي په ورځني ډول ۳ کېلې خوړل د روغتيا لپاره ګټور  او د زياتو ويټامينو او انرژۍ د لاسته راوړلو لپاره توصيه کيږي، خو کېله خپله د غذا په څېر ده، نو ځکه بايد صبحانه او په تشه معده ونه خوړل سي.

د يادي مجلي د کارپوهانو په باور، په تشه معده کېله خوړل لاندينۍ پايلي لرلای سي:

ستړيا

کله چي تاسي په خالي معده کېله خوری، نو په وينه کي د شکري کچه بلافاصله لوړيږي، چي دا موضوع په بدن کي د آسيدو د کچي لوړېدو سره تړاو لري. دا چي کېله له انرژۍ ډکه غذا ده او کولای سي د ورزشکارانو د آړتيا وړ انرژي تامين کړي، نو کله چي په بدن کي بلافاصله انرژي خلاصيږي، بدني ستړيا منځ ته راوړي.

لوږه

کېله په سلو کي ۲۵ سلنه قند تشکيلوي او په تشه معده ددغي آندازې قندو مصرفول بلافاصله په بدن کي د انسولينو کچه لوړوي، چي د انسولينو دغه لوړ سرعت خستګي او لوږه دواړه رامنځ ته کوي.

په هغه شېبه بشپړي غذا ته آړتيا

کېله په خپل ځان کي د B6 او کلسيم په څېر معدني مواد او ويټامينونه لري، کله چي انسان په خالي معده کېله خوري، نو بدن دغه مواد ښه او ژر نه سي جذبولای او بايد ددې ترڅنګ عسل او نور بشپړ غذايي مواد هم وخوري، ترڅو خوړلې کېله مفيده او بې ضرره ورته تمامه سي.



روغتيا کیله
t