د افغانستان او بريتانيا د کرکټ مخينه

د افغانستان او بريتانيا د کرکټ مخينه

 

د افغانستان او انګلستان ترمنځ د کرکټ لوبو مخينه ډېره پخوانۍ ده، په ۱۹مه پېړۍ کې هغه مهال چې دوست محمد خان د افغانستان امیر و، د افغان او انګليس پوځيانو ترمنځ د کرکټ لوبه ترسره شوې وه. د ترلاسه شوو سندونو او ثبوتونو پر بنسټ، په ۱۸۳۹ کال کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې د افغان او انګليس پوځيانو ترمنځ د کرکټ لوبه ترسره شوې چې هغه مهال افغانستان له انګلستان سره نږدې سفارتي او ډیپلوماټیکي اړيکې درلودې.

نن د نړيوال جام په ترڅ کې افغان اتلان یوځل بیا د انګلستان پر وړاندې خپله پنځمه لوبه د مانچسټر ښار په اولډټرافورډ لوبغالي کې ترسره کوي، چې له ۲۰۱۵ نړيوال جام وروسته دويم ځل دی چې افغان لوبډله له انګلستان سره په يو ورځنيو نړیوالو لوبو کې مخ کېږي، دغه راز د نړیوال جام په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هم افغان لوبډله په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو کې له یاد هېواد سره دوه ځلې مخ شوې ده .

نننۍ لوبه په دې هم ډېره مهمه ده چې جلالتمآب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني هم د دغې لوبې ليدو ته مانچسټر ښار ته ورغلی دی او نن به يې په خپله هم له نږدې ننداره کړي.




t