هلمند ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي سفر؛ د سيمې پر امنيت غږېدلي

هلمند ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي سفر؛ د سيمې پر امنيت غږېدلي

نن تر غرمې وروسته د دفاع وزارت لومړی مرستيال جنرال ياسين ضياء، د ملي امنيت شورا لومړی مرستيال محمد حميد طهماسي، د کورنيو چارو ارشد معين خوشال سادات او د ملي امنيت اپراتيفي مرستيال په ګډون په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر لښکرګاه ته راغلل او د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په مشرۍ يې نظامي شورا غړو سره ناسته وکړه.

په هغه نظامي ناسته کې چې د پوليسو په ۵۰۵ بست زون کې نيول شوې وه، هلمند والي ددې ولايت پر عمومي امنيتي وضعيت سربېره د اوسنيو روانو پوځي عملياتو او راتلوونکو امنيتي پلانونو په باب راغلي پلاوي ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

جنرال ياسين خان څرګنده کړه، چې د هلمند امنيتي او دفاعي ځواکونو پدې ولايت کې دښمن سخت ځپلی، د هغوی مهم مرکزونه او زندانونه يې مات کړي، د سيمو د امنيت او پراختيا لپاره د پلان مطابق پوځي عمليات دوام لري او دا مهال خلک هم له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره کلکه همکاري لري.

«ښاغلي ياسين د پوليسو د لا پياوړتيا لپاره د تجهيزاتو، وسلو او تحکيماتو له اړخه د ملاتړ ترڅنګ د ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو ستونزې او غوښتنې هم اړوند مقاماتو سره شريکي کړې او دغه راز يې ټينګار وکړ، چې لاهم بايد د دښمن مالي سرچيني چې د نشه يي توکو ترڅنګ د رخام ډبرې قاچاق دی، وچې شي.»

د کورنيو چارو وزارت ارشد معين خوشال سادات په ټول هيواد په ځانګړې توګه د هلمند د پوليسو د موجودوه ستونزو هوارېدو ډاډ څرګند کړ او وې ويل، چې په نېږدې راتلوونکې کې به د تحکيماتو، تجهيزاتو، وسلو او مهماتو لازم اړتياوې پوره شي.

«د دفاع وزارت لومړي مرستيال جنرال ياسين ضياء بيا د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ په لومړيو کرښو او جنګي بهيرونو کې د سرتېرو حقوقو او امتيازاتو پر رسيدنې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه، چې د دفاع وزارت به د هلمند د امنيتي سيمو پراختيا لپاره ټولې هڅې او امکانات په لاره واچوي.»

دغه راز د ملي امنيت شورا لومړي مرستيال محمد حميد طهماسي، د ملي امنيت اوپراتيفي مرستيال او د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال ميلر هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر بشپړه ملاتړ ټينګار وکړ او پدې ولايت کې يې د رهبرۍ په کچه همږغي او همکاري وستايله.



t