مريخ ته د تللو نوې لار

مريخ ته د تللو نوې لار

د امريکا فضايي څېړنو اداره وايي، مريخ ته پر يو نوي ماموريت کار کوي چې په ۲۰۲۴ کې به يې پيل کړي.

ناسا ادارې په دې اړه له درې کمپنيو سره تړونونه هم لاسليک کړي دي او په يو نوي پلان غور کوي.

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، د ټکنالوژي په دې توکیو کې د سپوږمۍ پر سطحې د ریډي ایشن مالومولو، د سپوږمۍ پر مخ د ناستې وروستۍ ټکنالوژي ازموینې او نورو تجربو توکي شامل دي.

ناسا دې ماموریت ته ارتیمس پروژې نوم ورکړی او د دې ماموریت د بریا لپاره اربټ بیونډ اف ایډیسن کمپنۍ ۹۷ مېلیونه، د ایسټروبوټک کمپنۍ ۷۹٫۵ ميلیونه او انټیوټوومشین اف هیوسټن ۷۷ ميلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

رسنۍ وايي، دې ماموريت کې به انسان څلور کاله مريخ کې پاتې شي، چې دا تر ټولو اوږده موده بلل شوې.



t