د جنت نعمتونه

د جنت نعمتونه

د جنت نهرونه، ویلې، چینې او حوضونه

په جنتونو کې د اوبو سمندر، د شيدو سمندر، د شرابو سمندر او د خالصو شاتو سمندر شتون لري، له هغوی نه نهرونه او ویلې غزېدلې.

د جنت ټولې ویلې د جنتي زمکې پر سر درومي، لښتو ته اړتیا نلري، پر اړخونو یې د ملغلرو قبي (ګنبدي) کتار دي، خټه یې خالص مښک دي.

د جنت نهرونه د مښکو له غونډیو/غرونو نه را وتي دي.

د جنت د ټیټي رتبې ګاڼه د دنیا له ټولو ګاڼو او زیوراتو نه غوره ده .

د جنت تر ټولو غوره ویاله:

د جنت تر ټولو غوره نهر (ویاله) د «کوثر» ویاله ده. دا هغه ویاله ده، چې الله پاک یې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره ژمنه کړې او هغه مبارک د معراج په معجز سفر ترې لیدنه وکړه.

نهر کوثر یو نهر دی، چې د جنتي زمکې پر سر بهېږي، اړخونه یې د ملغلرو په ګنبدو پوښلي، خټه او خاوره یې خالص مښک، باجری یې ملغلري، اوبه یې تر شیدو سپینې، تر شاتو خوږې دي؛ داسې مارغان پرې تاوېږي را تاوېږي، چې سرونه یې د اوښانو غوندي دي.

کوثر په جنت کې یو نهر دی، چې اړخونه یې له سرو نه پنځول شوي، اوبه یې پر ملغلرو او یاقوتو را بهېږي، چې تر شیدو او واوره سپینې، تر شاتو خوږې او تر کوچو پستې دي.

حوض کوثر:

حوض کوثر جنت ته څېرمه یو نبوي حوض دی، چې کوزې یې د سرو او سپینو دي، شمېر یې د اسمان له ستورو نه زیات ده. همدې حوض ته له جنت نه دوه ترناوې را بهېږي، چې اوبه یې تر شیدو سپینې او تر شاتو خوږې دي: یوه د سرو، یوه د سپینو ده.

یاد حوض له میزان (د اعمالو له تلنې) نه وړاندي د حشرګاه په میدان ده، یاد حوض کابو ۱۵۰۰ میله واټن نیولی، اوبه یې له واورې سپینې او له شاتو او شیدو خوندورې دي، که څوک یې وڅښي؛ نو بیا یې د تندې وېره نشته.

د بیذخ/بیدح نهر (ویاله):

په جنت کې یو بل نهر د «بیدح» په نامه ده، چې څوک پکې ولامبي؛ نو مخ به یې د څورلسم د سپوږمۍ په څېر ځلېږي.

د بارق نهر (ویاله):

یاد نهر د جنت په دروازه کې شتون لري، هغې ته څېرمه به شهیدان په یوه زرغونه ګنبده کې او سېږي؛ صبا او بیګاه به له جنت نه ورته خوندور خواړه ورکول کېږي.

سيحان، جيحان:

دا دوه نهرونه له جنت نه راوتي دي، دواړه د «آرمن» په ښارونو کې قرار لري: سیحان د «مصیصه» او جیحان د «اذنه/ادنه» نهرونه ګڼل کېږي.

جنتیان کولای شي، چې په هره جنتي سیمه کې له هر راز مشروبي څېزونو نه چينه او ویاله په خپله خوښه وبهوي. د جنت هر نهر د مښکو له غره نه سرچینه اخلي.

سرچینه: خلاصه او غوړچان له [البداية والنهاية: ۲۰/ ۲۹۱-۳۰۳، ط: هجر، مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح: ٣٥٣٦/٨، ۹/ ۳۵۶، فتح الباري: ۱۱/ ۴۶۶] والله تعالی اعلم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حضرت شاه حمزه صاحب محترم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لاَ یَد خُلُ الجَنَّةَ مَن لاَ یَأ مَن جَأره)

بِوَائِقَه. صحیح مسلم

ترجـمه: هغه کس جنت ته نشي ننوتلی

چی ګاونډی دده له ضررڅخه په امن کی نه وی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رحمان بابا وائی

کښت دګلـوکړه چی سیمه دی ګلزارشي

اغز ي مه کره په پښوکي به دی خار شي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دجنت بــــوی بـه پــری حــــرم وی

چاچی دمــوراوپلار ازار اخیستی ویــنــه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
أومحترمینو یادساتی

هـره ورځ قل هوالله شریفه

واره ویل دجنت خریدار ي ده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سهارني و ماښامني اذکار او تلاوة القرآن هیر نکړي.

رازقي.



t